پښتونخوا خپله بجلۍ ارزانه پلوري او ګرانه ورباندې خرڅېږي

د پښتنو د اګاهۍ غورځنګ یا پښتون اوېرنس موومنټ په نوم یوه سازمان په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ زیاتو بلونو پر ضد د هلو ځلو کولو اعلان کړی.

پېښور: د پښتنو د اګاهۍ غورځنګ یا پښتون اوېرنس موومنټ په نوم یوه سازمان په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ زیاتو بلونو پر ضد د هلو ځلو کولو اعلان کړی.

د دې سازمان مشر شکیل وحید الله خان تېره ورځ په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وویل، برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي نو دوی ته دې ارزانه ورکړل شي.

شکیل وحید الله خان وویل ، دوی به پر دې مسله د لا براخو هلو ځلو لپاره د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیده کاته کوي او هغوی به دې ته هڅوي چې په اسمبلیو کې ږغ پورته کړي.

خبري غونډې ته د وینا پر مهال ګډونوالو او د تحریک غړو وویل، حکومت د بجلۍ په بلونو کې پر دوی مالیې یا ټیکسونه لګولي دي چې دوی یې نشي ورکولای.

د پاکستان حکومت د پښتنو اګاهۍ تحریک د غړو او مشرانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه تفصیل دلته د غلام غوث په رپوټ کې واورئ