د خیبر پښتونخوا یو شمېر مشران له وفاقي بودیجې خوښ نه دي

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال احمدالله د یو شمېر سیاسي ګوندونو له هغو غړو سره ږغېدلی او د هغوی نظرونه یې را اخیستي دي چې له خیبر پښتونخوا سره اړه لري.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال احمدالله د یو شمېر سیاسي ګوندونو له هغو غړو سره ږغېدلی او د هغوی نظرونه یې را اخیستي دي چې له خیبر پښتونخوا سره اړه لري.

د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر خان هوتي وايي ، که څه هم د خیبر پښتونخوا لپاره یو څه کارونه په پام کې نیول شوي دي خو په مجموعي توګه د یادې صوبې حق نه دی ورکړل شوی.

د جماعت اسلامي عایشه سید وايي ، دوی فکر نه کوي چې په دې وړاندې شوې بودیجه کې دي د عام ولس لپاره په ځانګړې توګه د پام وړ څه وي.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي ، دا بودیجه داسې نده چې د دوی لپاره دي د اطمینان وړ وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سیاسي مشرانو نظرونه د احمدالله په رپوټ کې واورئ

په پاکستان لا هم د اقتصادي چارو کارپوهان د بجټ پر بيلا بيلو اړخونو بحثونه کوي.

په دې اړه په اسلام آبا د کې د مشال راډيو خبرریال رياض موساخيل د اقتصادي چارو خبريال او څيړونکي اکرام هوتي سره مرکه کړې ده او په سر يې پوښتلي چې دی بجټ څنګه ارزوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستانۍ بودیجې په اړه د اکرام هوتي مرکه دلته واورئ