'په باجوړ کې مذهبي مدرسې راجسټروو'

د قبايلی سيمو د تعلیم محکمي پخوانی مشر هاشم خان وايي، چې حکومت په قبايلي سيمو کې د مذهبي مدرسو او د نصاب د څار هېڅ نظام نه لري.

د باجوړ قبايلي سيمې مرستیال پوليټکل ايجنټ فیاض شيرپاو وايي، چې په کراچۍ کې د دغه سیمې د وړو نجونو د رامنځ ته شوې پېښې پس یې فیصله کړې چې هغوی ته به د زدکړو لپاره په خپله علاقه کې مذهبي مدرسه جوړوي، او هلته د شته مذهبي مدرسو راجسټرېشن به کوي.

یاده دې وي د تېرې نومبرمياشتې پر پينځويشتمه نېټه د کراچۍ پوليسو د دغه ښار په لیاقت اباد کې له یوه کوره له باجوړ قبايلي سيمې سره اړه لرونکې ۳۶ ماشومې نجونه په خپله ولکه کې اخیستې وې چې د دوی په خبره د يوې مذهبي مدرسې زده کونکې وې او د هغوی استاد د پیسو راکړې ورکړې په لانجه کې په هغه کور کې پرېښې وې له چېرته چې برامد شوې وې.

د باجوړ قبايلي سيمې مرستیال پوليټکل ايجنټ فیاض شيرپاو مشال راډيو ته وویل چېټولې نجونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي او زیاتوي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره به په یاده سیمه کې د ټولو مذهبي مدرسو نوملیکنه «راجسټرېشن» پیلوي.

«په کومه جرګه کې مو چې ماشومانې جينيکۍ خپل مور پلار ته حواله کړې، په هغه کې دا فيصله هم وشوه چې پوليټکل انتظاميه به د ښار «خار» په یوه سرکاري کالونۍ کې د ماشومانو جينيکو لپاره يوه مذهبي مدرسه جوړوي، چې ټول انتظام به يې د پوليټیکل چارواکو په لاس کې وي، او بله دا فيصله هم وشوه چې د ښار پوليټکل ايجنټ به په ټول باجوړ کې د مذهبي مدرسو له علماء سره ملاوېږي، د مدرسو راجسټریشن به کوي او په دغو مدرسو کې د زده کونکو شمېره او د هغوی د شناخت کره کتنه به هم کوي»

اوس پوښتنه دا ده چې په خاصه توګه په باجوړ او په عامه توګه په ټولو قبايلي سيمو کې حکومت د مذهبي مدرسو د څار یو نظام هم لري او که نه؟ د قبايلي سيمو د تعلیم پخوانی مشر هاشم خان مشال ريډيو ته وويل، چې باقاعده نظام نلري:

«فاټا سيکرټرېټ د يوې پروژي له مخې په ټولو قبايلي سيمو کې له دوه څلوېښت مدرسو سره مالي مرستې کوي خو زموږ د دغو مدرسو په نصاب هېڅ واک نشته، او بله دا چې چونکې د مدرسو راجسټرولو قانوني دايره قبايلي سيمو ته نه ده غځېدلې نو ځکه موږ يوازې د هغو مدرسو شمېره په هغه صورت کې له ځان سره ساتو چې کله د مدرسو چلونکي موږ ته اطلاع راکړي، او له حکومته مرستې تر لاسه کوي. له دې علاوه باقاعده نظام نشته»

دا چې د قبايلي سيمو ولس خپلې ماشومانې ولې د سکولونو پر ځای مذهبي مدرسو ته د زده کړو لپاره استوي؟ د دې پوښتني په ځواب کې د باجوړ قبايلي سیمېسېنېټر هدايت الله خان مشال راډيو ته وویل، ځکه چې طالبان پرله پسې سکولونه ورانوي:

»په قبايلي سيمو کی وسله وال طالبان د جينيکو پر سکولونو دوامداره بريدونه کوي نو ځکه قبايلي ولس مذهبي مدرسې د خپلو ماشومانو لپاره محفوظه ګڼي او بله دا چې په قبايلي سيمو کې د يو سرکار ي راپور له مخې د څه کم دوو سو ماشومانو لپاره يو ا ستاد وي او د سکولونو ودانۍ هم ډېرې ښې نه دي نو په داسې حالاتو کې له قبايلي ولس سره بله لار نشته»

د قبايلی سيمو د تعلیم محکمي پخوانی مشر هاشم خان وايي، چې حکومت په قبايلي سيمو کې د مذهبي مدرسو او د نصاب د څار هېڅ نظام نه لري.