د وزیرستان مشران: ولس دې د مرستو د غم پر ځای د مستقبل فیصله وکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بنو - په بنو کې د شمالي وزیرستان د اتمانزو مشرانو جرګه کړې ده چې پکې دوی له حکومته غوښتنه کړې ده چې د کډوالو سمه مرسته وکړي.

د یکشنبې پر ماښام جرګې له حکومته غوښتنه وکړه چې په شمالي وزیرستان کې عملیات ژر تر ژره پای ته ورسوي چې کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.

مشرانو د خپلو ویناګانو پر وخت وویل، دوی به له لوړ پوړو چارواکو سره ګوري او له هغوی به غواړي چې امنیتي ځواکونه ولسي وګړي په نښه نه کړي.

د جرګې او د وزیرستان یوه مشر ملک نصر الله خان مشال راډیو ته وویل، حکومت یوازې دوی په راشن مصروفه کړي دي او خپل وزیرستان یې تر هېر کړی دی.

((نه د دوی پیسې زموږ په کار دي، او نه مو د دوی راشن په کار دی، بس چې خپل وطن ته مو [واستوي.]))

د خپلو ویناګانو په وخت قبایلي مشرانو د وزیرستان پر ولس غږ (ږغ) وکړ چې د راشن او حکومتي مرستو فکر دې نه کوي بلکې د خپلې راتلونکې په اړه دې فکر وکړي او د ((مستقبل یوه پرېکړه یا فیصله دې وکړي.)) دوی زیاته کړه چې مشران دې دوی ته د ورپېښو مسلو یو حل پیدا کړي.

په شمالي وزیرستان کې د جون له ۱۵مې نېټې راهیسې د وسله والو پر وړاندې د پاکستاني پوځ عملیات روان دي.

د قبایلي سیمو لپاره د طبیعې ناورینونو انتظام اداره (اېف ډي اېم اې) وايي، د عملیاتو له کبله له شمالي وزیرستانه پینځه لکه او پینځه څلوېښت زره (۵۴۵۰۰۰) خلک بې کوره شوي دي.

د دې ادارې په وینا په کډوالو شویو کې زیاتره ماشومان دي. دا ټول کډوال ۹۲۰۰۰ کورنۍ جوړېږي چې په خیبر پښتونخوا او ځینو قبایلي سیمو کې مېشت دي.

د وزیرستان زیاتره بې کوره شوي خلک وايي، حکومت ورته په سم ډول مرستې نه ورکوي.

له شمالي وزیرستانه ګڼې کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته هم کډوالې شوې دي.