پښتو سندرغاړې مسکان ووژل شوه

په پېښور کې سندرغاړې ګل ناز چې په مسکان یادېدله د ګلبرګ په سیمه کې په خپل کور کې په ډزو له ویشتو له وروسته په لېډي ریډینګ روغتون کې سا ورکړه.

په پېښور کې سندرغاړې ګل ناز چې په مسکان یادېدله د ګلبرګ په سیمه کې په خپل کور کې په ډزو له ویشتو له وروسته په لېډي ریډینګ روغتون کې سا ورکړه.


د ګلبرګ تاڼې پولیس چارواکي صبغت الله مشال راډيو ته وویل چې پرون سهار«چارشنبه» د مسکان خپلخپلوان د هغې کره ورغلي ول او په خبرو کې یې د هغې له کورنۍ سره تاوتریخوالی رامنځ شوی او بیا یې پر مسکان ډزې کړې چې له ټپي کېدو پس هغې په لیډي ریډینګ روغتون کې سا ورکړې.

ګل ناز «مسکان» د مردان پار هوتي اوسېدونکې وه او د هغې خپلخپلوانو هم د هغې پر خاوند ارشد باندې د وژلو تور پورې کړی دی. پولیس وايي، چې د مسکان خاوند ارشد یې د پلټنو ګروږنو لپاره نیولی دی.

په پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د پښتو ښځينه سندرغاړې وژل شوې دي. چې پکې غزاله جاوېد، اېمن اداس، یاسمین ګل یې د یادولو وړ دي.