د پاکستاني پوځ عملیات او د قبایلي ولس اندېښنې

وزیراعظم نواز شریف د پاکستان له یو پوځي جنرال سره

په داسي حال کې چې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د امن خبرې اترې په ټپه ولاړ دي ، په قبايلي سيمو او په ځانګړي توګه شمالي وزيرستان کې د پراخو پوځي عملياتو خبري کيږي.
پراګ: په داسي حال کې چې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د امن خبرې اترې په ټپه ولاړ دي ، په قبايلي سيمو او په ځانګړي توګه شمالي وزيرستان کې د پراخو پوځي عملياتو خبري کيږي.

په شمالي وزيرستان کې د یو طالب مشر حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې ویلي چې حکومت په دې سيمو کې د عملياتو پريکړه کړې.

یادې ډلې په سیمه کې داسې کاغذونه وېشلي چې پکې له ځايي ولسه غوښتنه شوې چې د جون میاشتې تر لسمې نېټي دي ځانونه له سیمې دباندې خوندي ځایونو ته ورسوي.

د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په عیدګاه نومي سیمه کې د اتمانزۍ وزیرو او داوړو ګډه جرګه هم وشوه په کوم کې چې ځايي مشرانو په سیمه کې د روانو حالاتو جاج واخیست.

د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې د لوړپوړو چارواکو داسې غونډه هم وشوه چې د پوځ او جاسوسي ادارې آی ایس آی مشرانو هم په ګډون وکړ.

د پاکستاني وزیراعظم له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د قبایلي سیمو او بلوچستان پر امنیتي حالت بحث وشو.

د قبايلي سیمو یو خبريال صفدر حيات داوړ وايي چې اوسنیو حالاتو د قبایلي ولس په ستونزو کې لا زیاتوالی راوستی دی.

د قبايلي سيمو د چارو کارپوه شميم شاهد وايي چې په دې وروستيو پوځي عملياتو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل په دې رپوټ کې اورېدلای شئ