مولانا فضل الرحمان : د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې ولس په نښه کېږي

مولانا فضل الرحمان

مولانا فضل الرحمان وویل چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د تلاشۍ پر پوستو ولسي وګړي ځورول کېږي.
پېښور: د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور په نشتر هال کې د جمعې په ورځ د جمعیت علماء اسلام په مشرۍ کې شوې قبایلي جرګې له حکومته غوښتنه کړېده چې په قبایلي سیمو کې دي پوځي عملیات ودرول شي او د امن لپاره دي جدي خبرې اترې وشي.

د یاد مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې په قبایلي سیمو کې روان پوځي عملیات د ترهګرو پر ضد نه بلکې په حقیقت کې د قبایلي ولس په خلاف پیل شوي دي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د تلاشۍ پر پوستو ولسي وګړي ځورول کېږي.

مولانا فضل الرحمان پوښتنه وکړه چې ایا تر اوسه پر یوه پوسته یو ترهګر نیول شوی دی؟

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق

​دې جرګې ته د جماعت اسلامي امیر سراج الحق هم وینا وکړه. هغه وویل چې د اوسني حکومت په ګډون تیر ټول حکومتونه او ریاستي ادارې ولس ته په تحفظ ورکولو کی پاتې راغلي دي.

سراج الحق وویل ً دا خو نړیوال اصول دی چې کوم حکومت خپل ولس ته تحفظ نه شي ورکولای نو هغه حکومت پر ولس د حکمرانۍ حق نه لريً.

د یادونې وړ ده چې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په خپله د خیبر پښتونخوا په روان حکومت کې داسې مشر وزیر دی چې د صوبې د مالي چارو محکمه هم د ده په واک کې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په نشر هال کې د شوې جرګې په اړه تفصیل په دې رپوټ کې واورئ