د خیبر پښتونخوا په هنګو کې ځانمرګي برید یو زده کوونکی وژلی دی

د خیبر پښتونخوا د هنګو نقشه

هنګو: د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ (ضلع) کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې له امله یې یو زده کونکی وژل شوی دی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي ، دا برید نن په ابراهیم زیو نومي سیمه کې هغه وخت وشوه چې ماشومان خپل سکول ته روان و.

امنیتي چارواکو نن مشال راډیو ته ویلي دي چې په برید کې یو بل زده کونکی ټپي شوی هم دی.

لښکر جهنګوي وسله والې ډلې د دې برید پړه پر غاړه اخیتسې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هنګو کې د شوي ځانمرګې برید په اړه رپوټ دلته واوری.MP3