پېښور: وسله والو د صحت د څانګې یو کارکوونکی وژلی او دوه ټپي کړي دي

په پېښور کې د پولیو کېمپېن یو پخوانی عکس

پېښور: د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه وسله والو د متنو سیمې په روغتون کې د حفاظتي ټیکو پولیو او ویکسینو پر مرکز ډزې کړې دي چې د یادې سیمې د پولیو د ټیمونو مشر په کې وژل شوی دی او یو بل د حفاظتي ټیکو او ویکسینو کارکوونکی او یوه زنانه پکې ټپي شوي دي.

صوبايي حکومت د دې پېښې غندنه کړېده وايي چې په هر حال کی به د پولیو او نورو ویکسینو کیمپینونه جاري ساتي.

دوی وايي چې د پولیو کارکوونکو ته به مراعات ورکوي او د دوی د خوندي ساتنې لپاره به نور امنیتي ګامونه هم پورته کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په متنو کې د وسله والو د برید په اړه رپوټ دلته واوری