چارسده: د سي ډي دوکاندارانو ته دهړکې ورکړل شوې دي

د روان کال په اپرېل کې په پېښور کې د سي ډي یو دوکان ته د بمي برید له کبله زیان رسېدلی وو

شبیر احمد جان

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې نامالومه کسانو هغو دوکاندارانو ته دهړکې ورکړې دي چې سي ډي خرڅوي او یا هم په موبایلونو کې زنګونه (رنګ ټونز) اچوي.

دې دوکاندارانو ته دا دهړکې د جمعې په ورځ د لیکونو له لارې ورکړل شوې دي. د دوکانونو مخ ته په غورځول شوو لیکونو کې ویل شوي چې ً دا کار جایز نه دی ، بل کار وکړی که نه نو دوکانونه به مو په بمونو والوزول شيً.

تر دې وړاندې هم په چارسده او پېښور کې له موسیقۍ سره تړلي دوکانونه په نښه شوي دي چې له کبله یې خلک د دې کاروبار پرېښودلو ته اړ شوي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په چارسده کې دوکاندارانو ته د دهړکو په اړه رپوټ دلته واوری