'د افغانستان له نظریاتي جنګه په اقتصادي جنګ د اوښتو اندېښنه'

په امريکا کې مېشت لیکوال ډاکټر عاصم يوسفزی

لیکول ډاکټر عاصم یوسفزی ویره لري، داسې نه چې په نظرياتي جګړو کې ښکېل په قدرتي زېرمو شتمن افغانستان د نړيوالو قوتونو ترمينځ د اقتصادي جګړو پر ډګر وا نه وړي.


افغانستان له سړې جګړې د سرو زرو تر جګړې (فرام کولډ وار ټو ګولډ وار)، په انګريزي ژبه کې ليکل شوی يو نوی کتاب نوم دی.


د کتاب ليکوال په امريکا کې مېشت ډاکټر عاصم يوسفزی دی چې په افغانستان کې يې د څيړني لپاره شاوخوا يو کال وخت تير کړی دی.

نوموړی وايي، افغانستان ډير زيات معدني وسائل لري او د ده په وينا، ويره لري داسې نه چې په نظرياتي جګړو کې ښکېل د قدرتي زېرمو دغه شتمن هېواد د نړيوالو قوتونو ترمينځ د اقتصادي جګړو پر ډګر وا نه وړي.

عبدالحي کاکړ له ډاکټر عاصم يوسفزي سره مرکه کړې او په سر کې يې د کتاب د بيلا بيلو برخو په اړه پوښتنې ترې کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'افغانستان له نظریاتي جګړې و اقتصادي جګړې ته کښېنوځي'