د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان له نظریاتي جګړې و اقتصادي جګړې ته کښېنوځي'


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

افغانستان له سړې جګړې د سرو زرو تر جګړې (فرام کولډ وار ټو ګولډ وار)،  په انګريزي ژبه کې ليکل شوی يو نوی کتاب نوم دی. د کتاب ليکوال په امريکا کې مېشت ډاکټر عاصم يوسفزی دی چې په افغانستان کې يې د څيړني لپاره شاوخوا يو کال وخت تير کړی دی. نوموړی وايي، افغانستان ډير زيات معدني وسائل لري او د ده په وينا، ويره لري داسې نه چې په نظرياتي جګړو کې ښکېل د قدرتي زېرمو دغه شتمن هېواد د نړيوالو قوتونو ترمينځ د اقتصادي جګړو پر ډګر وا نه وړي. عبدالحي کاکړ له ډاکټر عاصم يوسفزي سره مرکه کړې او په سر کې يې د کتاب د بيلا بيلو برخو په اړه پوښتنې ترې کړې دي.

XS
SM
MD
LG