'د پښتونخوا واکمن ګوندونه د آیین سرغړونه کوي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور: ډرایوران د تحریک انصاف خلاف تاڼې ته ولاړ

له تيرو لسو ورځو راهیسې له خيبر پښتونخوا د تېرېدونکو هغو ناټو ګاډو پر ضد چې په افغانستان کې نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ته سامانونه او تېل وړي، په دغه صوبه کې واکمن اتحاد چې پکی تحریک انصاف، جماعت اسلامي او قومي جمهوري اتحاد شامل دی، کارکونکې یې په سړکونو ولاړ د سامان وړونکو ګاډو کاغذونه ګوري.


ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا حکومت اتحادي ګوندونه د آیین سرغړونه کوي


دا چې د صوبايي واکمن اتحادي ګوندونو د کارکونکو لخوا د دې اقدام په ایینی حواله سره څه حیثیت دي ، او وفاقي حکومت د دغه اقدام په آييني او قانوني توګه څنګه مخنیوی کولای شي.

د مشال همکار مجيد بابر د دې پوښتنو ځواب د پاکستان په تېر حکومت کې له لوی څارنوال یا اټارني جنرل بېریسټر شا خاور څخه پوښتلی، نوموړی وايي، د ناټو رسد درول د پاکستان آیین ضد کار دی، او هغوی آییني سرغړونه کوي.