ً لویې جرګې د خلکو شکونه غلط ثابت کړلً

د لویې جرګې لوحه

د افغانستان لویې جرګې له امریکا سره د دې هیواد د امنیتي تړون د لاسلیک کولو منظوري ورکړه او له ولسمشر حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې په یوه میاشت کې دا تړون لاس لیک کړي. خو ولسمشر حامد کرزي د تړون لاسلیک کول په هیواد کې د امن له راوستل کېدو او د راتلونکو انتخاباتو په شفافه توګه له ترسره کولو سره مشروط کړ.

دا چې د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوهان د افغانستان او امریکا ترمنځ دې امنیتي تړون ته د افغانستان د راتلونکي ، د دې هیواد او امریکا د اړیکو او هم داسې د سیمې په نتاظر کې په کوم نظر ګوري؟

د مشال راډیو خبریال ګل ایاز په پېښور کې د نړیوالو اړیکو له کارپوه اعجاز خټک سره مرکه کړې او په پیل کې یې د دې تړون د اهمیت په اړه ورڅخه پوښتلي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له اعجاز خټک سره مرکه له دې لینکه اورېدلای شی