''ځينې کورنۍ کړۍ د هند و پاکستان ښه اړيکې نه غواړي''

نیویارک: د هند وزیر اعظم منموهن سینګ له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره روغبړ کوي. ۲۹ سیپټمبر ۲۰۱۳

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له هندي مشرانو سره د سرتاج عزيز ليدنې ته يو مثبت ګام ويلی او زياته کړې يې ده چې دا ډول ملاقاتونه به د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې پر ښه لور بوځي.


پراګ: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هند ته د وزيراعظم د بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز سفر او له هندي مشرانو سره د نوموړي ليدنو د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی. سرتاج عزيز په داسي حال کې د هند سفر وکړی چې په اوسنيو ورځو کې د دواړو هيوادونو تر منځ پر لانجمنې سرحدي کرښې کړکېچ زيات شوی دی. دا چې د نوموړي تر سفر وروسته د دواړو هيوادونو اړيکې پر کوم لور تلای شي؟



په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په روانه اونۍ کې د هند د دورې پر مهال د دغه هيواد له مشرانو سره پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې اترې وکړې. د چارشنبې پر ورځ په نوي ډيلي کې سرتاج عزيز د هند له وزيراعظم منموهن سنګ سره ليده کاته وکړه. تر دې وړاندې نوموړي د هند د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشيد او د دغه هيواد د ملي امنيت له سلاکار سره هم ملاقات وکړی او د لانجمنې سرحدي کرښې لاين آف کنټرول سربېره يې د دواړو هيوادونو تر منځ د مذاکراتو پر بحالۍ خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له هندي مشرانو سره د سرتاج عزيز ليدنې ته يو مثبت ګام ويلی او زياته کړې يې ده چې دا ډول ملاقاتونه به د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې پر ښه لور بوځي.

دا چې د سرتاج عزيز د هند دوره او له هندي مشرانو سره د نوموړي ملاقاتونه به د دواړو هيوادونو پر اړيکو څه ډول اغېز ولري؟ په لاهور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري هيله څرګندوي او وايي چې کېدای شي تر دې وروسته د سرحدي کرښې سرغړونه ودريږي.

((په دې دوره کې چې کومې خبرې شوي، د هغه تعلق پر لاين آف کنټرول له ثبات سره دی. زما په فکر پر دې موضوع دواړې خواوي رضا شوي دي او موږ هيله لرو چې د دواړو هيوادونو حکومتونه به پوځ ته لارښوونه وکړي چې پر لاين آف کنټرول باندې سرغړونه پای ته ورسوي او ثبات رامنځ ته کړي)).

تر دې وړاندې هم د پاکستان او هند د مشرانو تر منځ پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې اترې شوي دي. په نوي ډيلي کې خبرياله او د سياسي چارو کارپوهه آرتي تيکو سنګ وايي، په دواړو هيوادونو کې د کورني سياست فشار حکومتونه مثبت نتيجه لرونکو اقداماتو ته نه پريږدي.

''زه خو ډېره ناهيلې يم ځکه چې دغه ډول خبرې اترې او ليدني د کلونو راهيسې کيږي او پر لاين آف کنټرول اوربند هم د کلونو راهيسې دی خو د هغه سرغړونه هم روانه ده. نو زما په فکر په دې ليدنو کې رسميات زيات دې خو پرمختګ نشته ځکه چې د دواړو هيوادونو کورنی سياست او د هغه فشار د حکومتونو پر مشرانو وي نو په همدې خاطر که هغه سرتاج عزيز وي يا من موهن سنګ وي، همدغه فشار ته په کتو سره ليدنې کوي خو په پای کې د هغه هيڅ ګټه نه وي''

د هند او پاکستان تر منځ د وده اړخيزه تجارت حجم د پاکستان له لورې تر بل هر هيواد زيات دی خو ځيني وخت سياسي کړکېچ پر دې منفي اغېز وکړي. د دې يوه بېلګه د پاکستان لخوا هند ته په تجارتي توګه د تر ټولو غوره هيواد درجه ورکول هم تر اوسه د ځنډ ښکار ده. پروفېسر عسکري زياتوي چې اقتصادي همکاري او دوه اړخېزه تجارت د اړيکو په سمولو کې مهم رول لري.

''که چيري دواړه هيوادونه اړيکې سمول غواړي نو بايد اقتصادي همکاري او تجارت ښه کړي. خو د دې په لار کې سياسي ستونځې جوړيږي لکه په هندوستان کې چې بي جې پي په اپوزيشن کې ده هغه د پاکستان په ضد د جنګ د اعلان غوندې حيثيت کې ښکاري. بلخوا په پاکستان کې هم داسي حلقې شته چې له هندوستان سره د اړيکو سمولو په حق کې نه دي. نو فکر نه کوم چې د دواړو هيوادونو تر منځ په اړيکو کې يو ډول څرګنده ښه والی راشي. ځکه چې دواړه حکومتونه په ډېر کمزوري انداز کې اړيکو ته ګوري''

که څه هم د پاکستان او هند تر منځ پر يو شمېر موقعو باندې اړيکې کړکېچنې شوي دي او د دواړو هيوادونو تر منځ په لويه پېمانه جنګونه هم شوي دي خو د يوې مودې تر کرارۍ وروسته په اوسنيو ورځو کې د دواړو هيوادونو د پوځونو تر منځ پر لانجمنې سرحدي کرښې تاوتريخوالي يو وار بيا اړيکې کړکېچنې کړي دي.