د پېښور ال سېنټس کلیسا چې د سیپټېمبر پر ۲۲مه نېټه دوو ځانمرګو بریدونو په کې تر ۲۰۰ زیات کسان مړه و ژوبل کړل
د پېښور اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې اقلیتي وروڼو او د هغوی عبادتځایونو ته دې تحفظ ورکړي.
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عیسایانو پر یوې کلیسا یا ګرجا له غبرګو ځانمرګو بمي بریدونه نه یوازې عیسایان زښت خپه دي بلکې د دې ښار مسلمانانو هم د دغه برید په سختو ټکو غندنه کړې ده او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې اقلیتي وروڼو او د هغوی عبادتځایونو ته دې تحفظ ورکړي.
په پېښور کې د مشال همکار خالد خان د یو شمېر خلکو غبرګونونه راټول کړي دي.