د پېښور مسلمانانو د عیسویانو پر ګرجا د برید کلکه غندنه کړې
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عیسایانو پر یوې کلیسا یا ګرجا له غبرګو ځانمرګو بمي بریدونه نه یوازې عیسایان زښت خپه دي بلکې د دې ښار مسلمانانو هم د دغه برید په سختو ټکو غندنه کړې ده او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چی اقلیتي وروڼو او د هغوی عبادتځایونو ته دې تحفظ ورکړي. په پېښور کې د مشال همکار خالد خان د یو شمېر خلکو غبرګونونه راټول کړي دي.