سوات کې د ښځو پولیس مرکزونه جوړ شول

ډي پي او شير اکبر خان زياته کړه چې په سوات سيمه کې ښځې عمومي تاڼو ته په ورتلو کې ستونزې لري ځکه یې هغوی ته بېل مرکزونه جوړل کړل.

د سوات ضلعې پوليس مشر ډي پي او شير اکبر خان وايي چې د خيبر پښتونخوا حکومت په تاڼو کې بدلون راوستو حکمنامې تر سیوري لاندې یې په سوات کې څلور ښځینه پوليس مرکزونه پرانیستي چې په کې ښځې خپل رپوټ وروړای شي.


نوموړي وايي، دغه مرکزونه یې په رحيم آباد، مينګوره، سيدو شريف او سيدو روغتون کې جوړې کړي دي چې پکې به ښځینه پوليس افسره ناسته وي او د ښځو مسلې، ستونزې او نورې قانوني مرستې به کوي.

ډي پي او شير اکبر خان زياته کړه چې په سوات سيمه کې ښځې عمومي تاڼو ته په ورتلو کې ستونزې لري ځکه یې هغوی ته بېل مرکزونه جوړل کړل.

پوليس مشر وايي چې دغه رنګه ښځینه پوليس مرکزونه به د سوات نورو سيمو کې هم جوړېږي.

مينګوره تاڼه کې پوليس اهلکاره فائزه وايي، چې وړاندې به د دې سيمې ښځې خپلې مسلې له نارينه پوليس سره نه شي شریکولای ځکه خو هغوی ته د جلا مرکز بندوبست وکړل شو چې خپل رپوټ ښځه پولیس چارواکي ته وروړي.

د سوات وکیلانو ټولنې یوه وکيله سایمه انوار وايي چي ښځینه پوليس مرکزونه جوړه ول یو ډېر ښه ګام دی ځکه چې اولنی رپورټ يعني ايف آی ار د هرې مقدمې اهم جز وي او چې دغه ټيک وليکل شي نو انصاف ورکولو کې اسانتياګانې وي خو دوی وايي چې کومې پوليس اهلکارې دغه ځاې کار کوي، هغوي ته ښه تربيت ورکول په کار دی چې د متاثره زنانوو مسلې او ستونزې د قانون مطابق په ښه توګه د درجولو جوګه شي.