"د افغانستان او پاکستان تعلقات به ژر ښه شي"

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز

سرتاج عزیز پرون د اتوار پر ورځ د پاکستان د خارجه وزارت له یوه لوړ پووړي پلاوي سره د کابل په سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د هغه لیدنه ګټوره وه او نوموړي پاکستان ته د سفر کولو بلنه ومنله خو د سفر کولو نېټه به وروسته په ډاګه کوو.


له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې په ډېر ښه پرمختګ ووینی:

زه په دې اړه پېشګويي نه کووم، خو انشاءالله تاسو به راتلونکو وختونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تعلقاتو کې یو ډېر ښه بدلون او ښه والی وویني.

سرتاج عزیز پرون د اتوار پر ورځ د پاکستان د خارجه وزارت له یوه لوړ پووړي پلاوي سره د کابل په سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

په پاکستان کې د مسلم لیګ نوازشریف په مشرۍ موجوده حکومت غواړي چې له افغانستان سره خپل کړکېچن تعلقات سم کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغانستان ته د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز پر سفر د مشال راډيو خبریال مجید بابر څېړنیز راپور