پېښور مېشتي شییعه ګان امنیت غواړي

غلام غوث

پېښور: له تیرې څه مودې راهیسې په پېښور کې د شییعه ګانو د هدفي وژنو لړۍ دوام لري، د دغه ښار شییعه مسلکه خلکو له حکومته غوښتنه کړېده چې د دوی امنیت دې خوندي کړل شي او په هدفي وژنو کې د ککړو تنظیمونو پر ضد دې حکومت ګامونه پورته کړي.


له مشال راډیو سره په خبرو اترو کې د امامیه رابطه کونسل مشر میجر ریټائرډ سید حسنین حیدر وویل چې حکومت ته هغه خلک ښه معلوم دي چې د شییعه ګانو په وژنه کی لاس لري(دغه چې کوم خلک دی ایجنسیانو ته د هغوی ښه علم دی حکومت ته هم د دغه خلکو پته ده، او حکومت په هغوی پرده اچوی،زموږ نننۍ غوښتنه دا ده چې زموږ شییعه ولس ته دې هر رقم تحفظ ورکړل شي)


دشییعه ګانو د دې غوښتنې چې د دوی امنیت دې خوندي کړل شي او د ککړو ډلو پر ضد دې ګام واخیستل شي، په ځواب کې د پېښور مرستیال کمشنر حبیب الله عارف مشال راډیو ته وویل چې په شییعه مېشتو سیمو کې یې امنیتي سرتېري زیات کړي دي او د ککړو ډلو پر ضد د ګام اخیستنې په باب زیاتوي: (موږ ته چې صوبايي او مرکزي حکومت څه رنګ هدایات راکوي هم هغه رنګ به ګام اچتوو)

د امامیه رابطه کونسل د خبر پاڼې له مخې تر اوسه په خیبر پښتونخوا کی ۱۳۰ شییعه ګان په هدفي وژنو کی وژل شویدي او په تیرو دریو میاشتو کې په پېښورکې ۱۵ د شییعه مسلک خلک په هدفي وژنو کې وژل شویدي او تر دې دمه په دې هدفي وژنو کې ککړ یوه تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.