بنو: پر تاڼه برید کې ۶ ځانمرګي ووژل شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بنو: پر تاڼې بریدکې شپږ ځانمرګي بریدګر ووژل شول




نن سهار د خیبر پښتونخوا بنو ضلع کې تاڼه میریان باندې وسله وال برید شوې چې په کې د ځايي چارواکو د وېنا ترمخه شپږ ځانمرګي بریدګر وژل شوي او یو امنیتي اهلکار ژوبل شوی.

په دغه برید کې شپږ تنه وسله والو نن سهر پنځه بجې پر تاڼې برید وکړ چې پولیس واله سره تر څلور ګنټو جاري نښته کې ټول ځانمرګي بریدګر له تاڼې بهر ووژل شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر میریان تاڼه برید



په پیښه کې د تاڼې مخې ته دکانونونه سرسري زیانمن شوي دي.

دغه تاڼه میریان له بنو ښاره دولس کلومیټره شمال اړخ ته پرته ده.

بلخوا وسله والو طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.