پښتانه، په نړۍ کې (پینځلسمه او وروستۍ برخه)

د سعودي عرب مکې معظمې ښار

د پښتانه، په نړۍ کې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خليجي هيوادونو کې د لسګونو کلونو راهيسي د لاکونو په شمېر کې پښتانه مېشت دي چې په بېلا بېلو کارونو او روزګارونو اخته دي.

که څه هم په اروپا او امريکا کې له مودو راهيسي مېشتو پښتنو ته د هغه ځای تابعيت او حقوق ورکړل شوي خو پر ژبه او کلتور يې څه نا څه اغېز شوی دی خو په خليجي هيوادونو کې د لسګونو کلونو راهيسي مېشت پښتانه اوس هم د بهرنيانو په حیث ژوند کوي.

پښتانه، په نړۍ کې روانه خپرونه کې به واورئ چې په خليجي هيوادونو کې د مېشتو پښتنو ژبه او کلتور په څه حال کې دي او عربي ټولني د دوی پر ژبه او کلتور څه اغېز کړی دی؟

دا پروګرام ستاسو لپاره د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي جوړ کړی دی.

اوسنۍ خپرونه د پښتانه، په نړۍ کې هغې وروستۍ برخه ده.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتانه، په نړۍ کې، له احمد شاه اعظمي سره