د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه، په نړۍ کې (څوارلسمه برخه)




پښتانه، په نړۍ کې خپروڼې پاڼې ته ښه راغلاست.

د نړۍ بېلابيلو سيمو ته پښتنو زياتره وخت د امنيتي ستونزو يا کار و روزګار له پاره کډوالۍ کړي دي.

د خليج عربي هيوادونو ته پښتنو په لومړي سر کې د ۱۹۵۰ په لسيزه کې کډوالي کړې چې وروسته يې شمېر د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ په لسيزو کې پر مخ ولاړ.

دغو هيوادونو ته پښتانه د کار او روزګار لپاره تللي چې د يوې اندازې له مخې دا وخت څه باندې ۲۰ لاکه پښتانه په خليجي هيوادونو کې ميشت دي.

پښتانه، په نړۍ کې روانه خپرونه کې به واورئ چې په خليجي هيوادونو کې مېشت پښتانه له وطنه لرې د مساپرۍ ژوند په څه ډول پرمخ بيايي او له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

پښتانه، په نړۍ کې هره اوونۍ احمد شاه اعظمي تیاروي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG