د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په قصه خوانۍ بازار کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د پوليس د یوه اېس پي انوېسټيګېشن هلال حيدرخان په ګډون څلور پولیس او دوه ولسي وګړي وژلي او شاوخوا ۲۵ نور یې ژوبل کړي دي.
وسله وال طالبان وايي برید دوی کړی دی.
د پولیس په خبره ژوبل شوي ټول ولسي کسان دي، چې د درملنې لپاره لېډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.
په برید کې د وژل شويو په اړه د کلیوالو سیمو اېس پي جاوید خان مشال راډيو ته وویل، چې د برید هدف اېس پي انوېسټیګېشن هلال حیدرخان وو.
د پېښور ښار کې د پولیس ډی ایس امیتاز خان د اېس پي هلال حیدرخان د وژنې په اړه وویل چې دغه ډول بریدونه د پولیس ولوله او همت نه شي لړزولای. نوموړي د مشال له خبریال شبیرجان سره په خبرو کې وویل چې ترهګر یوازې پولیس نه بلکې هر څوک په نښه کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
اېس پي امتیاز خان د پېښې حال وايي
یو څو تنه چې په دې پېښه کې ژوبل شوي مشال راډيو ته وویل چې دغه ډول بریدونه نه مسلمان او نه هیڅ بل انسان کولا ی شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور ځانمرګي برید د سترګو لیدلی