د پېښور ښار د کلیوالې سیمې متنو غازي آباد پر چېک پوسټ بېګاه شپه د وسله والو طالبانو په برید کې د وژل شوي کلیوالې سيمې سپرینډېنت پولیس(اېس پي) خورشید خان په ګډون د پنځو پولیس او اېف سي اهکارو د جنازې لمونځونه د پېښور پولیس لاین کې ادا کړل شو.
په جنازه کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر امیر حیدرخان هوتي په ګډون د ایف سي او پولیس لوړپوړو چارواکو هم ګډون وکړ.
له جنازې وروسته امیر حیدرخان هوتي خبریالانو ته وویل: (ترهګرو ته چې کله هم موقع ملاو شي نو هغوی پېښور ناکراره کول غواړي. او د هغوي پر مخ لوی خنډ زموږ پولیس دی، که چېرې پولیس نه وو نو دا خلک به پېښور ته راننوتي وای او د پېښور به یې هغه حالت کړی وای لکه په ۲۰۰۹م کال کې چې مو ولیدل. د دوی کوښښ دا دی چې پولیس کوزوری کړي خو د دې باجود زموږ مېړنی پولیس بیا هم د هغوی پر وړاندې په کلکه ولاړ دی.)
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.