خالد خان مشال راډيو
نن د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پرانسته وشوه. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان او د خيبر پښتونخوا وزيراعلی امير حيدر خان هوتي د دې نوي پوهنتون پرانسته وکړه.
پرانستونکې دستورې ته د وينا پر مهال اسفند يار ولي خان وويل چې د يو قام روښانه سباون له علم سره تړلی وي خو ځينې قوتونه لګيا دي او د پښتون قام ښوونځي ورانوي. او د پښتانه قام بچي د علم له رڼا محروموي.(( نن هم په اخبار کې راغلي دي چې په پلاني کلي کې یو سکول په بمونو والوځاوو. زه د هشتنغر پر دې خاوره ولاړ ، د دوی ایمان چې څومره دی او زموږ څومره سکولونه الوځولای شي، وا دې لوځوي خو دا مې ایمان دی چې که مې هر یو سکول جوړ نه کړ نو پښتون به نه یم. دوی موږ پر شا بیول غواړي، موږ پر مخ تلل غواړو. دوی موږ تیارو ته بیول غواړي موږ رڼا ته تلل غواړو.))
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.