په پاکستاني میډیا کې د افغان ولس ستونزو ته کمه کتنه کیږي.

خالد خان – مشال راډیو

پیښور:- په پیښور کې د انټر میډیا لخوا رابلل شوې دستوره کې دا خبره په ډاګه شوه چی پاکستاني رسنیو کې د افغانستان شخړو ،ترهګرۍ او نیټو ځواکونو په حواله خو ډیر رپوټونه خپریږي، خو د دغه هیواد د خلکو ستونزې که په افغانستان کې وي او که پاکستان کې هیڅ پام لرنه ورته نه کیږي.

د پیښور پوهنتون د جرنلزم استاذ عرفان اشرف وویل چی له بده مرغه پاکستاني رسنیو کې خو د وسله والو ،ناټوځواکونو او بیا د دواړوحکومتونو خبرونو او رپوټونو ته زیات ځای ورکړل کیږي، خو په دغو کې د خلکو د مشکلاتو په اړه ډیر لږ څه لیکل کیږي. او نه د خلکو بنیادي مسلې په میډیا کې هغه شان ښودل کیږي څنګ چې باید په تیرو وختونو کې شوی وې.

خبریال عقیل یوسفزی وویل، پاکستاني رسنی او ورځپاڼې په افغانستان کې اجازت لري، خو بیا د افغانستان ټي وي چینلې راډیو او ورځپاڼو ته په پاکستان کې د خپریدو اجازت نه ورکړل کیږي. په دغه پروګرام کې ګډونوالو دا هم وویل، په خیبر پښتونخوا کې په زرګونو افغان کډوال ژوند کوي، خو دوی نشي کولی ، د خپل هیواد د مطبوعاتو نه ځان خبر وساتي ، چې په ملک کې یي څه روان دي.

د انګریزی ورځپاڼې دی نیوز خبریال دلاورجان وایي، د افغانستان په اړه ځايي رسنۍ د غربي میډیا نه خبرونه اخلي، چې ګټه یي هم هغوي ته رسیږی.

د انټرمیډیا سره کار کونکی څیړن کار او خبریال اسلام ګل وایي، په پیښور او د خیبر پښتونخو اپه نورو سیمو کې میشت افغان کډوالو په اړه پاکستاني رسنۍ منفي رپوټونه خپروي، او د افغان کډوالو د مشکلاتو او د پولیسو د رويې په اړه ډیر لږ څه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي.