د سندرو امېل (علي اکبر سیال)

د سندرو امېل خپرونې ته ښه راغلاست

تا لېږلی یم د درد په کومه لاره

نه پیدا شوم نه ورکېږمه دلداره

د کالونو فاصلې دي نه لنډېږي

ستا د زلفو له یو تاره، تر بل تاره

دا پنځونه (تخلیق) د خیبر پښتونخوا د خوږ ژبي شاعر علي اکبر سیال دي چې نن د سندرو امېل کې د هارون باچا مېلمه دی.

سیال د ملاکنډ اوسېدونکی دی او له مشال راډیو سره یې په خبرو کې په پښتونخوا کې د ادبي او فرهنګي هلو ځلو او فعالیتونو په ارزښت بحث کړی دی.

په دې خپرونه کې د هارون باچا د اکبر سیال د شاعرۍ ځینې سندرې هم راخیستې دي چې تاسې یې اورېدای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل- له هارون باچا سره