د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (امیر غلام صادق)


د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.

له وخت سره د پښتو په موسیقۍ کې هم ډېر بدلون راغلی دی خو اوس هم په پښتنو کې داسې ډېر خلک دي چې اوس هم پخوانۍ، د فلمونو سندرې خوښوي.

د داسې پخوانیو سندرو یو تخلیق کار ارواښاد امیر غلام صادق دی، چې د پښتو ادب او موسیقۍ مینه وال یې نوم په ډېر درناوي یادوي.

د سندرو امېل په ننۍ خپرونه د صادق استاد د فن په اړه له ډاکتر زبیر حسرت او د پښتنو نامتو سندر غاړي خیال محمد سره خبرې شوې دي.

د تل په څېر، په خپرونه کې سندرې هم اورېدای شئ چې نن په کې د امیر غلام صادق له لیکل شویو هغو در اورو.

د سندرو امېل هره اوونۍ د مشال راډیو هارون باچا درته تیاروي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG