فرهاد شینواری خیبر ایجنسی
د خیبر قبایلي سیمې په لنډی کوتل،تیراه، بازار زخه خیل او کرمنه کې واوره شوې ده،ځايي خلک یې وايي چې د واورو وریدو سره په دي سیمو کې یخنی نوره هم زیاته شوېده،او د دوی ورځنۍ ژوند یې اغیزمن کړی دی،خو نور بیا چې له دې سره به وچکالي ناروغي لرې شي،او په سیمه کې به اوبه هم ورسره زیاتې شي.
د دغې سیمې یو بل تن وارث عاجز وايي(( چې مخکې به دې واورې ته د ملک له نورو برخو هم خلک راتلل،او لنډي کوتل بازار به ورسره په ډیر سور کې وو،دوی به پکې وریتۍ غوښې،کړایانې او کبابونه خوړل،خو اوس د امنیت د خرابې وضعې له امله ورته څوک نه راځی))
په لنډي کوتل بازار کې د کبابو یو دوکاندار سلیمان کاکا وايي چې((
د لنډی کوتل یو بل تن آیاز وايي چې(( واورو دوی د تګ راتګ له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي،او ټولې لارې ترې بندې شوېدي))
د خیبر قبایلي سیمې خلک وايي چې خوا وشا درې کاله پس په دې سیمه کې د واورو وریدو دوی ته یو ښه ساعت تیرۍ ورکړ او ګرم ګرم خوراکونه لکه وریته غوښه،کړاهی،او کبابونه یې هم پکې وخواړل.
د خیبر قبایلي سیمې په لنډی کوتل،تیراه، بازار زخه خیل او کرمنه کې واوره شوې ده،ځايي خلک یې وايي چې د واورو وریدو سره په دي سیمو کې یخنی نوره هم زیاته شوېده،او د دوی ورځنۍ ژوند یې اغیزمن کړی دی،خو نور بیا چې له دې سره به وچکالي ناروغي لرې شي،او په سیمه کې به اوبه هم ورسره زیاتې شي.
ماشومان د واورو پر غوړېدلي څادر خپلې مزې اخلي
دا چې د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې خلک د واورو په وریدو څه احساسوی،یو تن شاهد خان یې په اړه وايي چې(( دوی یې د سختي یخنۍ سره مخامخ کړل خو بیا هم دوی ترې ډیر خوند واخیست،ټول خلک له کورونو راوتلی دي،او واړه مو هم پکې ډیر خوشاله دی))د دغې سیمې یو بل تن وارث عاجز وايي(( چې مخکې به دې واورې ته د ملک له نورو برخو هم خلک راتلل،او لنډي کوتل بازار به ورسره په ډیر سور کې وو،دوی به پکې وریتۍ غوښې،کړایانې او کبابونه خوړل،خو اوس د امنیت د خرابې وضعې له امله ورته څوک نه راځی))
په لنډي کوتل بازار کې د کبابو یو دوکاندار سلیمان کاکا وايي چې((
واورې د کلي بانډو ماشومان سره رایوځای کړل
مخکې به یې د واورو په مهال کباب ډير ښه خرڅیدو ،خو اوس یې هغه خوند نیشته))د لنډی کوتل یو بل تن آیاز وايي چې(( واورو دوی د تګ راتګ له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي،او ټولې لارې ترې بندې شوېدي))
د خیبر قبایلي سیمې خلک وايي چې خوا وشا درې کاله پس په دې سیمه کې د واورو وریدو دوی ته یو ښه ساعت تیرۍ ورکړ او ګرم ګرم خوراکونه لکه وریته غوښه،کړاهی،او کبابونه یې هم پکې وخواړل.