په خپله دې لیکنه کې منصور اعجاز ادعا کړې چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د پوځ له لوري د اصف علي زرداري په ممکنه توګه له خپلې څوکۍ څخه د ليري کولو د مخي نيولو غوښتنه شوې وه.
خو په امريکا کې د پاکستان سفير حسین حقاني،پخپله زرداي،صدراعظم او نورو لوړپوړو سرکاري ( دولتي) چارواکو ددغسې یوه لیک لیږل په کلکه رد کړې. خو اوس چې حسین حقاني استعفی ورکړې او پر ځاي يې هم د پيپلز ګوند يوه بله مشره او د پاکستان د اطلاتو پخوانۍ وزيره شیرين رحمان په امريکا کې نوې سفيره ټاکل شوې نو آيا دا خبره پردې ځای ختمه شوه او که نه. آيا د حسين حقاني له تلو سره د پاکستان او امريکا اړيکي کومه بڼه اخستۍ شي او که نه هم دغسي عادي به وي لکه چې دي.
دا او ورته نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو . په پيښور کې د سياسي چارو کارپوه خادم حسين او هم په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ سعد محمد خان مو ميلمانه دي.
ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.