د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسین حقاني استعفا او د پاکستان امریکا اړيکي


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په امريکا کي د پاکستان سفير حسېن حقاني له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې ده. نوموړي دا اعلان د ټولنيزې وېب پاڼي ټويټر له لاري پرون ماښام وکړ او زياته يې کړه چي خپله استعفا يې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته وړاندي کړې ده. په دې اړه د پاکستاني وزیراعظم یوه ویاند ويلي چې له هغه څخه استعفا غوښتل شوې وه. خو اوس چې حسین حقاني استعفی ورکړې او پر ځاي يې هم د پيپلز ګوند يوه بله مشره او د پاکستان د اطلاتو پخوانۍ وزيره شیرين رحمان په امريکا کې نوې سفيره ټاکل شوې نو آيا دا خبره پردې ځای ختمه شوه او که نه. آيا د حسين حقاني له تلو سره د پاکستان او امريکا اړيکي کومه بڼه اخستۍ شي او که نه هم دغسي عادي به وي لکه چې دي. دا او ورته نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو . په پيښور کې د سياسي چارو کارپوه خادم حسين او هم په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ سعد محمد خان مو ميلمانه دي. ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG