د باړې نښتو کې نهه تنه عسکر او ۱۴ وسلوال وژل شو

په برید کې نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي

د پاکستان د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصیل کې د ملېشې ځواکونو او اورپکو ترمنځ په نښته کې نهه امنيتي سرتيري او څوارلس اورپکي وژل شوي دي.

د خیبر انتظامیه او پوځي چارواکي وايي ، بیګا ماښام د باړې تحصیل په اکاخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د پلټونکو عملیاتو په موخه روان وو چې پرې ناڅاپه د ناڅرګنده وسلوالو له لوري ډزې وشوې او د دوی په خبره بیا ورپسې سمدستي د دواړو خواوو ترمنځ نښته ولګېده چې تر ډیره وخت پورې یې دوام لرلو.

د پوځ د اطلاعاتو اداري یا آی ایس پي ار یو چارواکي میجر فضل مشال ریډیو ته وویل چی په دې نښته کې د ایف سي ځواکونو نهه سرتیری وژل شوی دی او څلور ژوبل دي.دوی ادعا کوي چې په ځوابي ډزو کې یې څوارلس وسلوال وژلي دي.

بل خوا د لښکرې اسلام وسلوالې ډلې یوې سرچیني وویل چې په دې نښته کې د دوی یوازې یو تن ژوبل دی او نور زیان یې نه دی شوی.

د پېښي په اړه يوه عيني شاهید خان کريم اپرېدي مشال ريډيو ته وويل، لومړی د ملېشې عسکرو په ډزو کې ګڼ کلي ولګېدل چې پکې د سیمې شپږ اوه ماشومان هم ژوبل شول.ګڼو خلکو له ویرې خپل کورونه پرېښودل او د شیخانوخوندي سیمو ته یې سر پنا ه یووړله.په ډزو کې د خلکو لوی مالي نقصان شوی دی .تر شپږ ګنټو پورې جګړه روانه وه او د ملېشې عسکرو ډېرې درنې وسلې پکې استعمال کړلې.٬٬

خيبرايجنسۍ يوه له هغو اوو هغو څخه ده چې وسلوال طالبان په کې فعاله دي.چې پر ضد یې د امنیتي ځواکونو لخوا له تېرو څه نا څه دوو کلونو راهیسې عملیات روان دي.ددغه عملیاتو په ترڅ کې په بیا بیا دواړو خواوو ته د زیان رسېدو تر څنګ ځايي اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.د ځايي اوسېدونکو ته سخت مالي او کاروباري زیانونه هم رسېدلي دي.ددې عملیاتو له وجې د باړه زیاتره کاروبار په ټپه ولاړ دی.په سیمه کې سکولونه هم تړلي پراته دي. د سیمې په سلګونه کورنیو نورو خوندي ځایونو ته کډه وړې ده.

د خیبر درې له لاري په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو لپاره سامانونه هم وړل کېږي .