الازهر پوهنتون د مصر په سرښار قاهره کي يو جومات او پوهنتون دی چې د تېرو له څه باندې ۱۰۰۰ کالونو راهيسې د منځلاري اسلام درس ورکوي او دا مهال په دې پوهنتون کې د ۱۰۶ هیوادونو ۵۰۰۰۰۰ زده کونکي مذهبي او عصري زدکړې تر لاسه کوي.
په اسلام او الازهر اوونیز پروګرام کې دا ځل، د دې پوهنتون پر نصاب او زده کړو بحث شوی چي څه نتايج او لاس ته راوړني يې لرلي دي؟
د مصر د الازهر پوهنتون د انتظامي چارو ودانۍ
د الازهر پوهنتون چلوونکي وايي چې دوی پر یوه وخت له بېلا بېلو ټولنو او کلتورونو سره اړه لرونکو زده کوونکیو ته د مذهبي او عصري مضامینو درس ورکوي او غواړي چې ټول لوستونکي یې، په ديني او دنیاوي توګه، په ټولو علومو سمبال شي؛ او د ټولنې په هره څانګه کې یو غوره مقام ولري.