د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام او الازهر (دویمه برخه)


ډاکتر اسامه العبد، د مصر په پلازمېنه قاهره کې د الازهر پوهنتون عمومي مشر
ډاکتر اسامه العبد، د مصر په پلازمېنه قاهره کې د الازهر پوهنتون عمومي مشر
الازهر پوهنتون د مصر په سرښار قاهره کي يو جومات او پوهنتون دی چې د تيرو څه باندي ۱۰۰۰ راهيسې د منځلاري اسلام درس ورکوي او دا مهال په دې پوهنتون کې له ۱۰۶ هېوادونو ۵۰۰۰۰۰ زده کونکي مذهبي او عصري زدکړي تر لاسه کوي.

د اسلام او الازهر د دې اوونۍ په خپرونه کې د پروګرام جوړونکي احمد شاه اعظمي د الازهر پوهنتون له عمومي مشر ډاکتر اسامه العبد سره د پوهنتون د هدف، د منځلاري اسلام په خپررولو کي د دې پر رول او نورو اړونده چارو خبري کړې دي.

دا خپرونه تاسې دلته او د پاڼې کیڼ اړخ ته اورېدای شئ:

اسلام او الازهر له احمد شاه اعظمي سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


له ډاکتر اسامه العبد سره د مرکې بشپړ متن دلته لوستای شئ:

مشال راډیو: د الازهر پوهنتون هدف څه دی؟


ډاکتر اسامه العبد: الازهر چې يو جومات او پوهنتون دی، اوسمهال له ۱۰۰۰ کالونو راهيسې د اسلام او عربي ژبې خدمت کوي. د الازهر پيغام د ثقافت او کلتور او علم خپرول دي، د معتدل او منځلارې فقهې او منځلاري مذهب تبليغ چې د ټولو اسلامي هېوادونو په نزد معتدل او منځلاری وي؛ تر څو هلته نه تندروي وي او نه سخت دريځي، بلکې په الازهر کې منځلاريتوب او اعتدال شته او تعصب او تندروي نه پېژني. همدا د الازهر شريف تګلاره او نصاب دی چي په ټوله اسلامي نړۍ کي يې خپروي.

مشال راډیو: د بېلا بېلو مذاهبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي د پيدا کولو لپاره الازهر پوهنتون څه رول لوبولی دی؟


ډاکتر اسامه العبد: الازهر پوهنتون د ټولو مذاهبو تر منځ په خبرو اترو کې د منځلاريتوب ستن ده. اسلام هيڅ ډول کرکه نه پېژني او نه هم له کوم دين سره دښمني لري، بلکې په انسانيت ورسره چلند کوي. اسلام له هيڅ کوم دين او مذهب سره تعصب نه لري، بلکې غواړي چې د هر هغه چا سره خبرې اترې وکړي چې څوک يې کول غواړي. موږ د بل رايې ته غوږ نيسو او داسې نه کوو چي د چا رايه له پامه وغورځوو. موږ هغه رايې ته ارزښت ورکوو چي زموږ د اعتدال او منځلاريتوب سره برابره وي، او څوک چې زموږ له رايې سره مخالف وي هغوی ته سزا نه ورکوو.


مشال راډیو: د منځلاري اسلام په خپرولو کې الازهر څه ونډه لري؟


ډاکتر اسامه العبد: ازهر شريف د اسلامي نړۍ په کچه يواځينۍ اداره ده چې منځلاريتوب او اعتدال خپروي. لکه څنګه چې ما وويل الازهر نه تندروي پېژني او نه سخت دريځي بلکې د دې لپاره کار کوي چي د منځلاريتوب او اعتدال لاره خپره کړي چې د الله تعالی او د رسول الله له سنتونو څخه وي.

مشال راډیو: په الازهر پوهنتون کي پر يوه وخت د مذهبي او عصري مضامينو د تدريس تجربه تاسو څنګه ارزوﺉ او دا له زده کونکو سره د پرمختللي نړۍ له غوښتنو سره په آشنا کېدو کي څومره مرسته رسوي؟

ډاکتر اسامه العبد: موږ خپلو بچيو ته ښييو چې په څه ډول له نورو سره چلند وکړي او موږ د الله تعالی له کتاب څخه زده کړه تر لاسه کوو. د الله تعالی قول دی: ((له هغوی سره په ښه علمي توګه خبري اتري وکړئ او په داسي توګه دليل ورسره و واياست چي تر ټولو بهتره وي.))

موږ د الله پاک له کتاب څخه زده کړه کوو او نورو ته يې ورښييو لکه آيت شريف دی: ((تاسو د بدۍ په نېکۍ او ښه عمل سره بدله ورکړﺉ او بيا به تاسو وګورﺉ چې هغه کسان چې ستاسو دښمنان وي به داسې شي لکه ستاسو خواږه دوستان. او دا هر څه د هغه چا په برخه وي چي د لوړ بخت خاوندان وي.))

موږ خپلو بچيو ته دا نصاب او دا تګلاره ور زده کوو او ورته ښييو چې په څه ډول له نورو فکرونو سره چلند وکړي. او په څه ډول بې له تندروۍ او تعصبه له نورو دينونو سره چلند وکړي. همدا د الازهر شريف بنيادي رول دی. که د مذهبي علومو زده کونکي وي او که د عصري علومو زده کونکي وي، ټول د الازهر پر فکر باندي فارغېږي، چې د اعتدال او منځلاريتوب فکر دی، چې حقيقي اسلام تسليم کړی دی او د الله تعالی د کتاب او د رسول الله له سنتونو څخه دی.

د الازهر پوهنتون مشر ډاکتر اسامه العبد د مشال راډیو خبریال احمد شاه اعظمي ته د پوهنتون یادګار ورکوي.

مشال راډیو: الازهر تاسو د نړۍ له نورو پوهنتونو يا مدرسو سره څه ډول پرتله کوﺉ لکه په هندوستان کي دېوبند، په ايران کې قم، په عراق کې نجف او په پاکستان کې دارالعلوم؟

ډاکتر اسامه العبد: الازهر پوهنتون يوه بېله ځانګړتيا لري، هم د قدامت له پلوه او هم د زده کونکو د شمېر له پلوه. له موږ سره ۵۰۰۰۰۰ زده کونکي دي چې ۳۵۰۰۰ يې بهرني زده کونکي دي، چې له ټولې اسلامي نړۍ سره اړه لري او په يوه هېواد پوري نه دي تړلي. موږ ځان ته يو مقام لرو چې موږ له نورو جلا کوي؛ لکه الازهر له قديم ترينو پوهنتونونو څخه دی او کېدای شي چي قديم ترين وي. او د زده کونکو د شمېر له پلوه دا نه يواځې د اسلامي او عربي هېوادونو په کچه بلکې د ټولي نړې په کچه لوی پوهنتون دی. موږ ځان ته حیثيت او ځانګړتيا لرو چي نه تندروي لرو او نه تعصب لرو. موږ په لرغونو پوهنتونونو کې يو او په ټوله نړۍ کي تر ټولو ستر پوهنتون يو چي د اسلام معتدل او منځلاری کلتور او ثقافت خپروو. زموږ له بل هيڅ پوهنتون سره رقابت او دښمني نشته، بلکې موږ د ښه او سمې ادا په اړه سيالي کوو او موږ د خپل نرم دين قواعد او مبادې خپروو چې په اعتدال او منځلاريتوب ولاړ دي.

مشال راډیو: تاسو د بېلا بیلو مذاهبو، فرقو او کلتورونو له زده کونکو سره څه ډول چلند کوﺉ؟

ډاکتر اسامه العبد: موږ اسلامي کلتور او ثقافت خپروو او زده کونکي پرې برخمنوو. هغه کلتور چې دوی ورسره راغلي وي هغه د دوی ځانګړتيا ده. که چېرې د هغوی کلتور معتدل او منځلاری وي نو هغوی کولای شي چي خپور يې کړي او که له چوکاټه وتلی وي نو موږ يې نه منو او نه يې هم بل څوک مني. مګر زموږ ثقافت منځلاری دی او ټول پکې شامل دي ځکه چې دا د اسلام له مبارک دينه راوتلی دی چې پر اعتدال ولاړ دی.

مشال راډیو: تر فراغت وروسته د الازهر پوهنتون له زده کونکو څخه تاسو څه هيلې او اميدونه لرﺉ؟

ډاکتر اسامه العبد: موږ د الازهر پوهنتون د ځوانانو ذهنونه پاکوو. چې کله هغوی فارغ شي نو که خدای وغواړي، هغوی به په ټولنه کې ښه ځای ولري. دوی د الازهر شريف پر منځلاري فکر او منځلاري نصاب باندي له موږ سره يو ځای دي. د بېلګې په توګه موږ ته له ځينو هېوادونو څخه د حنفي مذهب کسان راځي، له ځينو هېوادونو څخه د مالکي مذهب کسان راځي او له نورو هيوادونو څخه د شافعي مذهب کسان راځي او موږ دې ټولو ته د څه ډول ړانده تعصب او تندروۍ پرته درس ورکوو؛ او موږ له خپلو ځوانانو څخه دا هيله لرو او دا اميد کوو چې پر کوم نصاب له الازهر پوهنتون څخه فارغېږي پر هم هغه نصاب ولاړ اوسي چې دوی يې په اړه زده کړې تر لاسه کړې وي او لوستی يې وي. تر څو د مذاهبو تر منځ هيڅ ډول تعصب نه وي او نه هم د دينونو تر منځ کرکه او بد بيني وي. لکه آيات شريف دی: ((تاسو ته خپل دين دی او موږ ته خپل دين.))

مشال راډیو: الازهر په څه ډول د انسانيت خدمت کوي؟

ډاکتر اسامه العبد: د انسان حقوق په اسلامي شريعت کي بشپړ ارزښت او قدر لري. موږ بشري حقوق خپروو او له ټولو انساني حقوقو سره چلند کوو. موږ د انسانانو د ټولو حقونو په اړه درس ورکوو لکه د رايې آزادي، د عقيدې آزادي، د استوګنځای آزادي او داسي نوري آزادۍ.... او په اسلامي شريعت کې د انسان ټول حقوق له پخوا يانې ۱۴ پېړيو وړاندې څخه راغلي دي او د الازهر څخه نن نه دي پیدا شوي. بلکې موږ چې د څه درس ورکوو هغه د الله تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علېه وسلم په سنتونو کې راغلي دي. موږ يې بس درس ورکوو او عملي کوو يې. نو لوېديځ چي کوم شيان د عدالت له لاري عملي کوي موږ يې د اسلام له لاري عملي کوو.

مشال راډیو: د مصر، عربي نړۍ او د ټولي اسلامي نړۍ پر سياست او کلتور الازهر څومره اغېز لري؟

ډاکتر اسامه العبد: الازهر د خلکو رهبري کوي خو له چا رهنمايي نه اخلي. الازهر پر خپل منځلاري فکر د خلکو رهبري او رهنمايي کوي خو د چا پیروي نه کوي. الازهر شريف څه نه وايي، خو هغه څه وايي چي د الله تعالی په کتاب او د رسول الله په سنتونو کي راغلي وي او موږ دا هيله لرو چي په اسلامي ټولنو کي د الله خوښه عملي وي.

مشال راډیو: د الازهر پوهنتون راتلونکې تاسو څنګه وينئ؟

ډاکتر اسامه العبد: ښايسته او ځلانده راتلونکې. ځکه چې کله انسان د الله تعالی د کتاب او د رسول الله د احاديثو درس ورکوي او هغه دا کار يواځي د الله د رضا لپاره کوي نو په کار ده چې د دغه کار ښه اغېز لومړی د مسلمانانو پر نفسونو وي او ښه اغېز يې پر دواړو مسلمانانو او غېر مسلمانانو وي؛ ځکه چي موږ په انسانيت او اخلاقو چلند کوو.
آيت شريف دی: ((ای خلکو! موږ تاسو له يوه نر او يوې ښځې پيدا کړۍ او تاسو مو په بېلا بيلو قوميتونو او قبايلو کې و وېشلی. د خدای په نزد تر ټولو عزتمند هغه دی چي پرهېزګار وي))

نو د الازهر راتلونکې که خدای وغواړي ځلانده او روښانه ده؛ ځکه چې الله پاک الازهر شريف ته ښه نصيب ليکلی دی او يا دغې ځمکې ته چې الازهر پر ودان دی، چې دين ساتي او عربي ژبه ساتي؛ چې د قرآن کريم او د رسول الله صلی الله علېه وسلم د احاديثو ژبه ده.
XS
SM
MD
LG