د شبقدر اوسېدونکي بجلۍ غواړي


د شبقدر بازار او شاوخوا سیمو ولس د بجلي د لوډشېډینګ پر ضد د مهمند او باجوړ سړک او د پېښور او چارسدې سړک د هر ډول ګاډو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

د بجلۍ لوډشېډینګ پر ضد یوه احتجاجي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل که د دوی ستونزه حل نه شوه نو بیا بیا به لویې لارې بنده او تر هغو به خپل احتجاج جاري ساتي چې د دوی غوښتنه نه وي پوره شوې.

د شبقدر بازار یو بل احتجاجي هم وايي چې بجلۍ د یو څه وخت لپاره راشي بیا په ګنټو ګنټو غایبه وي.دی زیاتوي ټوله ورځ مو په دې تېره شي چې بجلۍ راغله بجلۍ لاړه.


که څه هم د شبقدر د واپډا چارواکي د بجلۍ لوډشېډینګ پر ضد په احتجاج خبر دي خو دا ستونزه چې نه یوازې د خیبرپښتونخوا ،قبایلي سیمې بلوچستان ان دا چې د ملک لروبر ولس ورسره مخامخ دی به څنګه حل شي تر اوسه لا د پاکستان مرکزي حکومت ورته سنجیده نه ښکاري.

ځکه چې تېره اونۍ د بلوچستان په ټولو ګڼ مېشتو پښتني سیمو کې هم د بجلۍ لوډشېډینګ پر وړاندې نه یوازې مظاهرې او احتجاجونه شوي بلکه هړتالونه هم وشول او بیا د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم خان ریساني له مظاهره چیانو سره وعده وکړه چې د دوی غوښتنه به د پاکستان مرکزي حکومت ته رسوي چې د خیبر پښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه د ژوب له لارې د ۲۲۰ کلو واټ د بجلي نوې لیکه وغزوي.

په بلوچستان کې تر ۱۶ ګنټو پورې لوډ شېډینګ کېږي

په پاکستان کې د واپډا اداره وايي چې دا مهال ټوله ۱۳۲۴۰ مېګا واټ بجلۍ پیدا کېږي خو په ملک کې د ۱۸۰۶۵ میګاواټ بجلۍ ضرورت دی چې د دوی په خبره د بجلۍ ټولتال ۵۰۰۰ میګا واټ کمي سره مخامخ دي.