په مصر کې اوښتون- ولسمشر حسني مبارک استعفا ورکړه

د مصر مرستیال ولسمشر عمر سلیمان ولس ته د وینا پر مهال وویل چې ولسمشر حسني مبارک واک د هېواد پوځ ته سپارلی دی.

یو مصري بیرغ په لاس د قاهرې په التحریر څلور لاره کي له ټانک سره. پر بیرغ د جنورۍ ۲۵ مه لیکل شوې ده، دا نېټه په دې هېواد کې د ولسي پاڅون د پیل ورځ وه.

د مصر یو پوځي د ټانک پر سر ولاړ په پلازمېنې قاهرې کې د دې هېواد د ملي ټبلي وېژن د ودانۍ ساتنه کوي. د ۲۰۱۱ز کال د فبرورۍ ۱۲ مه.

د حکومت ضد مظاهرجیان د پلازمېنې قاهرې دننه د ولسمشریزې ماڼي د باندې راڼول شوي دي. د ۲۰۱۱ ز کال د قبرورۍ ۱۱ مه.

د حکومت ضد مظاهرجیان د پلازمېنې قاهرې دننه د ملي ټيلي وېژن د ودانۍد باندې راڼول شوي دي او خپل بوټان یې په لاسونو کې نیولي دي. د ۲۰۱۱ ز کال د قبرورۍ ۱۱ مه.

د حکومت ضد مظاهرچیان د ولسمشریزې ماڼۍ د باندې د ولسمشر مبارک تر استعفا وروسته د خوشالۍ لمانځلو پر مهال. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

د حکومت ضد یو مظاهره کوونکی له یوه پوځي سره د مبارک تر استعفا وروسته ګډېږي. د قاهرې التحریر څلور لاره، د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

د حکومت ضد مئاهرچیان د سکندریه په ښار کې د لاریون پر مهال. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

د مخالفو ډلو مئاهرچیان د مبارک تر استغفا وروسته د خوشالۍ په حال کې. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

مئاهرچیان د مبارک د استغفا د اعلان پر مهال د خوشالۍ په حال کې. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

د حکومت ضد مظاهرچیان د مصر د پلازمېنې په التحریر څلور لارې کې د ولسمشر مبارک تر استعفا وروسته خوشالي کوي.