د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د بدلون اعلامیه


مصر- پولیس په پلازمېنه قاهره کې یو احتجاج کوونکی نیسي- د ۲۰۱۱ ز کال د جنورﺉ ۲۶ مه
مصر- پولیس په پلازمېنه قاهره کې یو احتجاج کوونکی نیسي- د ۲۰۱۱ ز کال د جنورﺉ ۲۶ مه

لیکونکی: محمد البرادي
ژباړه: پامیر ساحل

د نوبېل انعام ګټونکی او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مشر محمد البرادي په خپله مقاله کې لیکي چې دوه میاشتې اګاهو په مصر کې په شویو پارلېماني ټاکنو کې زښته درغلي وشوه. د ولسمشر حسن مبارک ګوند په دې ټاکنو کې مخالف ګوند ته یواځې درې فیصده څوکۍ پرېښودې. محمد البرادي لیکي د امریکا حکومت په دې اړه وویل چې له دې پایلو سره خواشینی شو. نوموړی لیکي په ښکاره ډول که وویل شي نو دی هم خواشینی شو ځکه چې امریکايي حکومت که ټول څه وویل نو دا یې وویل چې خواشینی شو. دا ټکی د لیکونکي په وینا د دې لپاره کافي نه وو چې د مصري وګړو احساسات څرګند کړي.

اسټریا(اتریش)- د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مشر محمد البرادي د دې ادارې د مشرانو په غونډه کې- د ۲۰۰۹ ز کال د نومبر ۲۷ مه



محمد البرادي لیکي چې د تیونس د آمر تر لرې کېدو وروسته چې په مصر کې احتجاجونه پیل شول نو نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هېلري کلنټن له خولې واورېدل چې په مصر کې حکومت پیاوړی دی او د خلکو د قانوني اړتیاوو او دلچسپۍ د پوره کولو لپاره لارې لټوي. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مشر محمد البرادي لیکي له دې سره زښت حیران شو چې مېرمن کلنټن د پیاوړي ټکي څه مانا ورکوي او په کومه بیه؟ نوموړی پوښتنه کوي چې له ۲۹ کالونو راهیسې بیړني قوانین ایا د استحکام نوم دی؟ یو ولسمشر چې له ۳۰ کالونو راهیسې د پاچا واک لري، یو پارلېمان چې خندۍ ته ورته دی او عدلیه چې ازاده نه ده، ایا دا استحکام دی؟ نوموړی لیکي په دې باور لري چې داسې نه ده. د نوموړي په لیکنه په دې اند دی چې دا هغه معیار نه دی چې د نورو هېوادونو لپاره دې هم وي. څه چې په مصر کې لیدل کېږي هغه جعلي یا فرعي استحکام دی ځکه چې ريښتونی استحکام یواځې په جمهوري ډول له ټاکل شوي حکومت سره راځي.

محمد البرادي لیکي که پر دې څوک پوهېدل غواړي چې په منځني ختیځ کې امریکا ولې باور نه لري د دې ځواب په لنډ ډول دا دی چې په کوم ډول چې امریکا د مصر د تېرو انتخاباتو لپاره غبرګون وښود، هغې خلک ناهیلي کړل. نوموړی لیکي له دې د هغو خلکو خبره زباتېږي چې تاسې یانې امریکا په خپل ملګرتوب کې دوه معیاره لري، او له یوه ټولواکه رژیم سره يواځې د دې لپاره څنګ په څنګ ولاړ دی چې د دې په شتون کې خپلې ګټې ګوري.

محمد البرادي لیکي چې د مصر د خلکو ټولنه له ماتېدو سره مخامخ ده، اقتصاد پر ځای ولاړ دی، په هېواد کې خلک په سیاسي ډول ځپل شوي دي او نوموړی امریکایانو او اوروپایانو ته نېغ په نېغه وايي چې په داسې حالاتو کې له هغوی هیڅ نه اوري.

محمد البرادي په خپله لیکنه کې د مصر د حالاتو او هلته د سخت دریځه ملایانو او حکومت پلوه مفتیانو د هغو فتوو په اړه هم غږېدلی چې د یوې فتوې تر مخې ویل شوي چې ولسمشر حسن مبارک د دې حق لري چې البرادي ووژني.

محمد البرادي زیاتوي هره ورځ دا نور هم مشکلېږي چې د مبارک له حکومت سره دې کار وشي، ان دا چې د واک د سپارلو په بهیر کې هم کار نشي کېدای او په مصر کې چې له زیاتره خلکو سره خبرې وکړل شي نو دا ترې ښکاري چې نور ورسره څه چاره یا لار نشته. هغوی فکر کوي چې حسن مبارک د ۸۳ کالونو دی او له دېرشو کالونو راهیسې په واک کې دی، نو له خلکو سره یواځېنۍ لار د نوي پیل ده.

محمد البرادي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مشر او د نوبېل انعام ګټونکی دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی مصر دی او نوموړي (( په مصر کې د بدلون اعلامیه)) تر سرلیک لاندې پورتنۍ لیکنه کړې ده چې د مصر د اوسنیو حالاتو په اړه ده. دا لیکنه په بېلا بېلو رسنیو کې خپره شوې ده، مشال راډیو دا لیکنه له دي ډېلي بيسټ ورځپاڼې راخیستې ده.
محمد البرادي وايي مصر ته به ستنېږي.

XS
SM
MD
LG