د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خیبر پښتونخوا څخه لیکوالان او شاعران د باچا خان مزار ته ورغلي


له پښتونخوا څخه ورغلیو ادیبانو د باچا خان پر قبر دوعا وکړه
له پښتونخوا څخه ورغلیو ادیبانو د باچا خان پر قبر دوعا وکړه

جلال اباد - له خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر نومیاليو لیکوالانو او شاعرانو د اګست پر ۱۶مه په ننګرهار کې د خدايي خدمتګار تحريک باني او د عدم تشدد لاروي خان عبدالغفار خان ( باچا خان) پر مزار نوې جوړه وداني ولیدله او د هغه پر قبر یې دوعا وکړه.

دا لیکوالان او شاعران د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت افغانستان ته ورغلي دي.

لیکوال، شاعر او د پېښور پښتون استاد اباسین یوسفزي د اګست پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، باچا خان نه یوازې د پښتنو په کلیو او بانډو کې ازادې مدرسې جوړې کړې وې، بلکې د عدم تشدد له لارې يې د هند په نیمه وچه کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ لپاره هم مبارزه کوله.

"باچا خان بابا د پښتنو مبارز شخصیت دی. هغه وخت چې پښتنو ته د تعلیم ضرورت وو، پښتنو ته د بیدارۍ ضرورت وو، پښتنو ته د خپلواکۍ ضرورت وو نو ده ولس [بیداره کړ]، د پښتنو په کلیو او کوڅو کې يې ازادې مدرسې جوړې کړې او هغو مدرسو ته يې داسې استادان پيدا کړل چې بې تنخا يې د قوم خدمت کول غوښتل. له دې سره سره یې [له انګرېزانو څخه] د خپلواکۍ یو داسې پاڅون وکړ چې بغير له تشدده یې د هغوی د پالیسۍ، د منصوبو او [انګرېزانو] د سوچ خلاف حرکت وکړ او تر دې حده کامیاب شو چې د پښتنو په زور له برصغیره [انګرېزان] ووتل."

لیکوالانو او شاعرانو د باچا خان د مزار د نوې ودانۍ جوړېدو ستاینه وکړه
لیکوالانو او شاعرانو د باچا خان د مزار د نوې ودانۍ جوړېدو ستاینه وکړه

له کوټې څخه ورغلي لیکوال او شاعر پروفیسر دروېش دراني مشال راډيو ته وویل، باچا خان د دې لپاره مبارزه کوله چې د پښتنو په ذهنونو کې جوړې شوې کرښې ختمې کړي:

"پښتانه چې په کومه کرښه ويشل شوي دا دومره مسله نه ده. پر پښتون چې په ذهني توګه څومره کرښې ختلي او یو له بله يې بېل کړي، هغه غوښتل چې دا کرښې له منځه یوسي. دا د ځمکې کرښې هغه وخت له منځه ځي چې د قومونو تر منځ کرښې، د قبایلو تر منځ کرښې، له منځه ولاړې شي. باچا خان غوښتل چې په پښتنو کې یو نوی انسان راپيدا کړي. داسې انسان چې له دې حالاتو سره ګوزاره کولای شي."

شاعر او خبریال میا فاروق فراق وايي، باچا خان د همدې لپاره په جلال اباد کې د ښخېدو وصیت کړی وو، چې د لر او بر پښتنو تر منځ واټن کم کړي.

د ده په خبره، د باچا خان ژوند یوازې تر خپل دوره محدود نه وو بلکې د راتلونکې فکر یې کاوه.

‎شاعرې حسینې ګل د باچا خان د مزار د نوې ودانۍ جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې پر دې مزار ویاړي.

باچا خان په ۱۸۹۰ ز کال د اوسني خیبر پښتونخوا په هشتنغر کې پیدا شوی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې ومړ او له وصیت سره یې سم په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG