د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د باچا خان پر مزار د ودانۍ چارې مخ په بشپړېدو دي


د باچا خان د مزار نوې جوړه شوې وداني
د باچا خان د مزار نوې جوړه شوې وداني

د خدايي خدمتګار تحریک د باني او د عدم تشدد د لاروي خان عبدالغفار خان "باچا خان" پر مزار د ودانۍ چارې په بشپړېدو دي.

په افغانستان کې ننګرهار مېشتې فرهنګیان وايي چې د باچا خان پر مزار د ودانۍ جوړېدل به د ځوانانو د شعور په بیدارۍ کې ګټور ثابت شي او په ټولنه کې به د خیر ښېګڼې فکر او د عدم تشدد فلسفه عامه شي.

سره له دې چې د خدايي خدمتګار تحریک د باني او د عدم تشدد د فلسفې د لاروي پر مزار د ودانۍ د جوړېدو چارې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې، خو د کورنيو جګړو او نامساعدو شرایطو له امله يې کارونه له ځنډ سره مخ شوي ول، چې بیا د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پر دې مزار د ودانۍ د جوړې چارې دوه ځلې پیل شوې خو د نامعلومه وجوهاتو له امله به وځنډېدې.

په ۲۰۱۹ز کال کې افغان ولسمشر اشرف غني د باچا خان پر مزار د ودانۍ چارې د ملي پراختیا اړوند بنايي شرکت ته وسپارلې چې اوس په دې مزار د ودانۍ چارې مخ په بشپړېدو دي.

د یاد شرکت مشر انجينير سید عمران سادات وایي، د پاچا خان د مقبرې په ودانۍ ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې چارې به یې په نېږدې راتلوونکې کې بشپړې شي:

هغه وايي،" د ملي پراختیا شرکت د دې پروژې ټولې چارې پر مخ وړي. تقریباً د ۵۴ ميلیونو افغانيو په لګښت دا پروژه بشپړېدو ته اماده ده. د یوه کال په دوران کې يې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي دي. یوازې دوه سلنه کارونه يې پاتې دي چې په هغې کې مرمت کاري، ګلدانونه او د تزین لپاره په کې نقشونه جوړول دي."

شاعر او لیکوال سمیع الله ننګيال د باچا خان پر مزار د ودانۍ جوړېدل د ځوانانو د شعور په بیدارۍ کېګټوره بولي:

ده زیاته کړه،" دې ته یوازې موږ زیارت نه شو ویلی، په دې معنا چې دلته داسې يو څوک ښخ دی چې هغه ټول عمر د پښتنو د پرمختګونو لپاره مبارزه کړې ده. مجموعو کې ویلی شو چې دلته داسې یو فکر ښخ دی چې هغه همېش د پښتنو د ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. بل دا چې د ودانۍ فزیکي جوړښت هم ډېر ښکلی دی. کله چې څوک له شرقي دروازې نه د جلال اباد ښار ته راننوزي او په دې ودانۍ يې سترګې لګېږي، د یوه ارامتیا احساس کوي. موږ له نېږدې نه هم کله ګورو چې خلک ورځي، له ودانۍ سره يې عکسونه اخلي او بیا يې په ټولنیزو رسنیو خپروي. نه یوازې دا چې دا یو زیات دی، بلکې د ځوانانو د فکري روزنې يو مرکز هم دی."

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ مشر رحیم الله خوږیاڼی د پاچا خان په مزار د ودانۍ جوړېدل د عدم تشدد یو مهم مرکز بولي او زیاتوي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به ننګرهار ته د سیلانیانو تګ راتګ زیات شي:

نوموړي وویل،"موږ به نهايي کوښښ وکړو چې د باچا خان مقبره په يوه توریستي فرصت بدله کړو. د دې لپاره موږ وزارت ته د امکاناتو لپاره پلان ورکړی وړاندیزونه مو کړي، خو نهايي نتیجې ته نه یوو رسېدلي. خو زموږ کوښښ به دا وي چې د خپلو شتو امکاناتو څخه به کار اخلو او د دغه لوی شخصیت چې څه ډول ژوند او کردار و، د هغې په اړه به خلکو ته معلومات ورکوو."

دی زیاتوي،"د ودانۍ تر چتر لاندې جومات او کتابتون هم په پام کې نیول شوی. د باچا خان پخوانی کور د ميوزیم لپاره رغول شوی او په یوه مناسب وخت کې به د مزار د ودانۍ ترڅنګ مېلمستون هم جوړ کړل شي."


د خدايي خدمتګار تحریک مشر او د عدم تشدد لاروی باچا خان په ۱۸۹۰ز کال د اوسني خیبر پښتونخوا په اشتنغر کې زېږېدلی و او په ۱۹۸۸ز کال په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی و.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG