د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې له کوهي څخه د ماشوم ایستلو هڅې بیا پیل شوې دي


په باړه کې له کوهي څخه د درې کلن ماشوم جسد ایستلو هڅې د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوې.
په باړه کې له کوهي څخه د درې کلن ماشوم جسد ایستلو هڅې د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوې.

د خیبر ضلعې د باړې په عالم ګودر کې له یوه وچ بور یا تنګ کوهي څخه د درې کلن ماشوم یحیا اپرېدي د ایستلو هڅې بیا پیل شوې دي.

د اپرېدي کورنۍ وايي چې ماشوم د جنورۍ پر ۱۰مه هغه تنګ کوهي ته پرېوتی وو او د سیمې اوسېدونکو یې د ایستلو هڅې وکړې، خو بریالي نه شول.

د اپرېدي کورنۍ او د عالم ګودر خلکو بالاخره هغه ۱۲ انچه قطر لرونکی کوهی د ماشوم قبر وګرځاوه خو پر ټولنیزو شبکو تر بحث وروسته د جنورۍ پر ۱۹مه د هغه د ایستلو هڅې بیا پیل شوې.

د یحیا اپرېدي تره خلیل خان اپرېدی وايي چې د ماشوم پلار "په سترګو څه نه ويني" خو په پټي کې یې پخواني کوهي ته د پرېوتو پر مهال د خپل بچي "چغې اورېدلې" وې.

د ده په خبره، د ماشوم "مور او ټوله کورنۍ ډېره خپه ده. زه په یوه کارخانه کې مزدوري کوم او خپله ګوزاره کوو. موږ د قوم د خلکو او مدني فعالانو ستاینه کوو چې له موږ سره یې مرسته روانه کړې ده."

د ماشوم کورنۍ وايي چې درې کلن یحیا اپرېدی د جنورۍ پر ۱۰مه کوهي ته پرېوتی وو - د جنورۍ ۱۹مې انځور.
د ماشوم کورنۍ وايي چې درې کلن یحیا اپرېدی د جنورۍ پر ۱۰مه کوهي ته پرېوتی وو - د جنورۍ ۱۹مې انځور.

په سیمه کې د مشین په ذریعه د ځمکې کیندلو یو کارکوونکی ګل حسین وايي، د جنورۍ پر ۱۹مه یې د کوهي د قطر پلنولو هڅې وکړې او کوښښ کوي چې په "یو څو ورځو کې ماشوم راوباسو."

دی وايي، د یحیا اپرېدي جسد اوسمهال "شاوخوا ۵۷ فوټه لاندې پروت دی. لومړی مو کیمره ورښکته کړه، ماشوم مو ولید، پیمایش مو واخیست او بیا مو د اوسپنې یو پلېټ (څادر) ورښکته کړ او پینځه فوټه پاس مو ورباندې کښېښود یعنې ماشوم مو محفوظ کړی دی."

د باړې تحصیل چېرمین مفتي کفیل وايي، تېره اوونۍ ورته د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکو ویلي ول چې له کوهي څخه د ماشوم ایستل "ناممکن دي نو هلته جنازه هم شوې وه او د کورنۍ په مشوره یې هغه کوهی د ده قبر ګرځولی وو."

د سیمې اوسېدونکي او د یحیا اپرېدي کورنۍ وايي چې په پټي کې د پخواني کوهي پر سر لرګي ايښي ول او هغه وراسته شوي ول او چې کله ماشوم ورباندې وخوت نو لرګي مات شول او هغه ورپرېوت.

XS
SM
MD
LG