د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستان سېلاب ځپلو سیمو کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته ۵۰۰ سکالرشېپونه ورکوي


د سکالرشېپونو د اعلان او د ښځو د بریاوو لمانځلو لپاره د مارچ پر اوومه په اسلام اباد کې غونډه وشوه.
د سکالرشېپونو د اعلان او د ښځو د بریاوو لمانځلو لپاره د مارچ پر اوومه په اسلام اباد کې غونډه وشوه.

د امریکا حکومت د پاکستان سېلاب ځپلو سیمو کې د پوهنتونونو د زده کوونکو لپاره د ۵۰۰ نویو بورسونو (سکالرشېپونو یا وظیفو) اعلان کړی دی.

د وظیفو اعلان په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو په کمېشن کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځينه وو پوهانو د بریاوو او لاس ته راوړنو لمانځلو په یوه غونډه کې وکړ.

په پاکستان کې د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي چې د مارچ پر اوومه په هغه غونډه کې د پلانونو چارو وفاقي وزیر احسن اقبال او د لوړو زده کړو کمېشن مشر ډاکتر مختار احمد تر څنګ د نورو ادارو لوړپوړي چارواکي موجود ول.

په بیان کې ویل شوي چې امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې ( یو ایس اې ای ډي) له لارې د پاکستان په پوهنتونو کې د لوړو زده کړو تر لاسه کولو لپاره هغو قابلو زده کوونکو ته وظیفې ورکوي چې د تعلیمي لګښتونو پوره کولو وس نه لري.

د بیان له مخې، د امریکا حکومت د پاکستان د لوړو زده کړو له کمېشن سره په ملتیا د قابلیت (لیاقت) او ضرورت پر بنیاد د سکالرشېپ په پروګرام کې تر ۶،۰۰۰ زیات بورسونه ورکړي دي. د هغو وظیفو ۶۰ فیصده برخه د ښځو لوړو زده کړو ته ځانګړې شوې ده.

د امریکا سفیر بلوم وویل "د ښځو نړیواله ورځ نه یوازې د خپلو میندو، نیاګانو (اناګانو)، خویندو، او لوڼو د ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي لاس ته راوړنو د لمانځلو لپاره ده بلکې د جنسیتي برابرۍ د پراخولو او د جنسیتي توپیر ختمولو لپاره د اقداماتو لپاره د غږ پورته کولو" لپاره هم لمانځل کېږي.

د لوړو زده کړو کمېشن مشر ډاکتر مختار احمد د امریکا د دې ګام ستاینه وکړه او و یې ویل چې له هغو سکالرشېپونو سره نه یوازې بې وزله زده کوونکو تعلیم ته لاسرسی موندلی بلکې هغوی د پاکستان د اقتصاد په ښه والي کې مهمه ونډه هم لوبوي.

XS
SM
MD
LG