په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو له خپلو زندانونو څخه ۱۰۸ افغانان خوشې کړي دي.
وزارت د فبرورۍ پر پینځمه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې هغه کسان د اماراتو حکومت د هېواد د ملي ورځې لمانځلو په مناسبت خوشې کړي دي.
بیان وايي، یوشمېر خوشې شوي افغانان هېواد ته ستانه شوي او نور به "د اړوندو قانوني پروسو (بهیرونو) تر بشپړېدو" ورسته هېواد ته روان شي.
د طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې هغه افغانان ولې د اماراتو په زندانونو کې ول خو وايي چې هغوی د وزارت په لارښوونه د افغانستان د سفارت د "پرله پسې هڅو" په نتیجه کې ازاد شوي دي.
وزارت په خپل بیان کې د متحده عربي اماراتو د حکومت او ادارو د "همکارۍ او بشردوستانه اقدام" مننه کړې ده.
د متحده عربي اماراتو حکومت اکثر د اخترونو او د هېواد د ملي ورځو په مناسبت هغه بندیان خوشې کوي چې د بېلابېلو جرمونو او تورونو پر اساس زنداني شوي وي.