د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان وايي د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښته کې ۲ سرتېري او ۳ مشکوک بریدګر وژل شوي دي

تازه شو

یو تاجک سرتېری له افغانستان سره پر پوله سیمه څاري - انځور له ارشیفه.
یو تاجک سرتېری له افغانستان سره پر پوله سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

د تاجکستان چارواکي وايي، له افغانستان سره پر سرحد یې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه تاجک سرتېري او درې مشکوک بریدګر وژل شوي دي.

د ازادې اروپا راډیو تاجکۍ څانګه وايي، دا پېښه د تاجکستان په شمس الدين شاهين ولسوالۍ کې شوې چې پکې دوه تاجک سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د تاجکستان د ملي امنيت دولتي کمېټې د ډېسېمبر پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې د مرګژوبلې د شمېرو په تاییدولو وویل، هغه پېښه د ډېسېمبر پر ۲۴مه شپې مهال شوې ده.

هغې کمېټې ادعا کړې ده چې هغه "ترهګر وسلوال له افغانستانه وراوښتي ول."

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نيوکې شوې چې د سرحدي سيمو د امنيت لپاره څه نه کوي.

تاجک چارواکو دا نه دي ويلي چې هغه وسلوال د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

داراز، تر دې دمه د طالبانو حکومت هم د تاجک چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

تاجکستان او افغانستان نېږدې ۱،۴۰۰ کېلومیټره اوږد سرحد لري. په نومبر کې له پولې سره نېږدې د سرو زرو په کان او د سړک جوړونې په شرکت کې پر کارکوونکو په دوو جلا، جلا حملو کې لږ تر لږه پینځه چینايي کارکوونکي ووژل او پینځه ژوبل شول.

تاجک چارواکو هغه مهال پر طالبانو غږ کړی وو چې په برید کې ککړ وسلوال دې ونیسي او د دې ډول پېښو مخه دې ونیسي.

د طالبانو حکومت د نومبر ۲۷مې برید غندلی وو او د چین او تاجکستان له حکومتونو سره یې "ژوره خواشیني" ښوولې وه او ویلي یې ول چې د پلټنو لپاره د تاجکستان له حکومت سره "پوره همکارۍ" ته چمتو دی.

طالب چارواکو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه دعوه وکړه چې پر چینايي وګړو یې د برید په تړاو په بدخشان ولایت کې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د تاجکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي کمولو او د وسلوالو نښتو د مخنیوي لپاره په سفارتي کچه هلې ځلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG