انقره - د ترکيې چارواکي وايي، د هېواد په جنوب-ختیځ کې د واده په مراسمو کې په شوې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.
د سیمې ګورنر علي یرلیکایا وویل، د شنبې یا خالي پر ورځ په ګازيانتیپ ښار کې په شوي ترهګر برید کې ۹۴ کسان ژوبل شوي هم دی. دا ښار د شام له سرحده شاوخوا ۶۴ کلومیټره لرې پروت دی.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وېلي، امکان دی چې دا برید اسلامي دولت وسله والی ډلې کړی وي. نوموړي زیاته کړې، په ترکيه کې د دا ډول بریدونو مقصد په نسلي او مذهبي بنیاد د خلکو پارونه ده.
هلته د ترکیې مرستیال وزیراعظم محمد سیم سیک ویلي، داسې ښکاري چې دا ((وحشیانه)) حمله یو ځانمرګي برید وی.
د دې برید ذمه واري لا هم چا نه ده منلی.
د ترکیې په جنوب–ختیځه سیمه کې کردان په اکثریت کې دي. په دې سیمه کې، په تېر یو کال کې یو شمېر خونړۍ چاودنې شوې دي.
په هغو چاودنو کې د ځېنو ذمه واري کرد بېلتونپاله وسله والو او د نورو یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې دي.