د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د بخش اباد بند سرنګونو جوړولو چارې پیل کړي


د بخش اباد بند د افغانستان په غربي فراه ولایت کې پروت دی - پخوانی انځور.
د بخش اباد بند د افغانستان په غربي فراه ولایت کې پروت دی - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت له ایران سره پر پوله په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د سرنګونو پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ریس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د مې پر ۲۰ فراه ته تللي ول او هلته یې رغاونیزې چارې پرانیستې.

ملا برادر وویل چې پر اقتصادي ستونزو سربېره حکومت ژمن دی چې هغه پروژه ژرترژره بشپړه کړي.

د بخش اباد بند ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د سرنګونو په جوړېدو به یې د سیمې نېږدې ۷۰،۰۰۰ هېکټره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ایرانیو چارواکو د اوبو د حق پر سر د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي دي.

په ورستیو کې د افغانستان هېلمند له سینده د اوبو د حق پر سر د ایران او طالبانو ترمینځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.

د مې پر ۱۸مه د ايران ولسمشر ابراهیم رييسي د سیستان بلوچستان ولایت پر لوري د هېلمند سیند د وربهېدونکو اوبو کموالي ته په اشاره وویل، د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوي چې د ایران د خلکو د اوبو حق ورکړي.

رييسي طالبانو ته په خطاب کې وویل، "زموږ خبره جدي وګڼئ چې بیا ګیله و نه ‌کړئ."

خو طالبانو پر هم هغه ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا ډول څرګندونې د دوو هېوادونو ترمينځ سیاسي فضا زیانمنولی شي چې د هېچا په ګټه نه ‌ده او باید دا ډول خبرې بیا و نه ‌شي.

طالبانو په بیان کې وویل، ایران دې لومړی د اوبو اندازې په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې په "مناسبو الفاظو" خپله غوښتنه مطرح کړي.

ایران له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې، چې افغانستان له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ شوی، د هېلمند د اوبو په اړه شکایت لري.

خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر چارواکو برسېره اوسني طالب چارواکي هم وايي چې د وچکالۍ له امله يې په هېواد کې د اوبو اندازه کمه شوې ده.

د طالبانو حکومت وايي، په هېلمند او نیمروز کې د خلکو د اړتیاوو تر پوره کېدو وروسته ایران ته اوبه ورپرېږدي.

د افغانستان د هېلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته بهېږي چې له یوشمېر کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ښکار دی.

XS
SM
MD
LG