د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د اوبو په اړه د ایراني ولسمشر څرګندونې سیاسي فضا زیانمنولای شي


د طالبانو حکومت وايي په هېلمند سیند کې د اوبو سطح خورا کمه شوې ده - پخوانی انځور.
د طالبانو حکومت وايي په هېلمند سیند کې د اوبو سطح خورا کمه شوې ده - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هېلمند سیند اوبو په اړه د ایراني ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې لومړی دې د اوبو اندازې په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې په "مناسبو الفاظو" خپله غوښتنه مطرح کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر ۱۸مه د ايران ولسمشر ابراهیم رييسي د سیستان بلوچستان ولایت پر لوري د هېلمند سیند د وربهېدونکو اوبو کموالي ته په اشاره وویل، د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوي چې د ایران د خلکو د اوبو حق ورکړي.

رييسي طالبانو ته په خطاب کې وویل، "زموږ خبره جدي وګڼئ چې بیا ګیله و نه ‌کړئ."

خو طالبانو د مې پر ۱۸مه په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول څرګندونې د دوو هېوادونو ترمينځ سیاسي فضا زیانمنولی شي چې د هېچا په ګټه نه ‌ده او باید دا ډول خبرې بیا و نه ‌شي.

ایران له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې، چې افغانستان له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ شوی، د هېلمند د اوبو په اړه شکایت لري.

خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر چارواکو برسېره اوسني طالب چارواکي هم وايي چې د وچکالۍ له امله يې په هېواد کې د اوبو اندازه کمه شوې ده.

د طالبانو حکومت وايي، په هېلمند او نیمروز کې د خلکو د اړتیاوو تر پوره کېدو وروسته ایران ته اوبه ورپرېږدي.

د افغانستان د هېلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته بهېږي چې له یوشمېر کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ښکار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG