د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات مسیحیانو په خپله هدیره کې د قبرونو سپکاوي پرضد مظاهره کړې ده

په سوات کې مسیحیانو د مارچ پر ۱۴مه په مظاهره کې د هدیرې د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په سوات کې مسیحیانو د مارچ پر ۱۴مه په مظاهره کې د هدیرې د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د سوات مسیحیانو (عیسویانو) په خپله هدیره کې د قبرونو سپکاوي پر ضد په سیدو شریف کې د ضلعي انتظامیې د مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده.

مسیحیانو د مارچ پر ۱۴مه د مظاهرې پر مهال دعوه وکړه چې ځینو کسانو یې په قبرستان کې قبرونو ته زیان رسولی او درې قبرونه یې بشپړ ړنګ کړي دي.

د مظاهرې یو ګډونوال ایاز مسیح مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د مارچ ۱۳مې د پېښې پلټنې وکړي او هدیره دې یې خوندي وساتي.

مظاهرچیانو وویل چې ورته ویل شوي دي چې قبرونه په وروستیو ورښتونو کې خراب شوي دي خو دوی دعوه کوي چې هغه چا قصداً ړنګ کړي دي.

مسیحیانو د پېښې پرضد په سیدو شریف تاڼه کې رپورټ هم دایر کړی دی.

احتجاجیانو زیاته کړه چې حکومت د قبرستان جوړولو لپاره د ځمکې منظوري ورکړې خو مالکانو ته یې لا پیسې نه دي ورکړې.

د سوات انتظامي مشر ډاکتر قاسم علي خان د مارچ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د مسیحیانو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي او ورته یې په پېښه کې د ککړو کسانو د موندلو او نیولو ډاډ ورکړی دی.

ده زیاته کړه چې د هدیرې جوړولو مسلې د هواري لپاره له صوبايي حکومت سره خبرې کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG