د کرېمیا سمندرګي تر اوبو لاندې د پخواني شوروي اتحاد مشرانو د مجسمو یوه ټولګه پرته ده. دا یو میوزیم دی. د اندرې نېکراسوف په نوم یوه انځورګر شاوخوا ۱۶ کاله مخکې دا مجسمې موندلې وې او انځورونه یې اخیستي دي. تاسې یې هم ووینئ او خپل نظر ولیکئ.
تر سمندرګي لاندې شورویان
د کرېمیا سمندرګي تر اوبو لاندې د پخواني شوروي اتحاد مشرانو مجسمو ټولګه
۱
تر اوبو لاندې د لینن یوه مجسمه په اوبړۍ کې نښتې ده. تر اوبو لاندې دې ځای ته د ((مشرانو کوڅه)) بلل کېږي. دلته د مجسمو کښېښودو لړۍ د ۱۹۹۲ز کال د اګست پر ۲۵مه هغه وخت پیل شوه چې ولادمیر بورومېنسکېیې لومړۍ مجسمه کښېښوده.
۲
د جوزف سټالېن مجسمه. د دې مجسمو انځوراخیستونکي اندرې نېکراسوف د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، د مجسمو په اوبو کې د ایښودو لړۍ د پخواني شوروي اتحاد نظام تر نسکورېدو وروسته پیل شوه.
۳
دا مجسمه له ۱۲ تر ۱۵ میټره اوږدوالي په اندازه په اوبو کې ډوبه ده.
۴
د ترخانکوټ دا سیمه د کرېمیا په لویدیځه څنډه کې پرته ده. دا سیمه د توپانونو او پاکو، رڼو اوبو لپاره پېژندل کېږي.