پېښور کې یخنۍ او لړې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی
۱
دا ماشومه له پېښوره ښار سره نېږدې په یوه کلیواله سیمه کې د خپلو مېږو او بزو له رمې سره ناسته ده او شاته یې د زیاتې لړې له وجې پټي، ونې او کورونه سم نه ښکاري - د جنورۍ پینځمې انځور.
۲
له پېښور سره نېږدې یو کس په یخنۍ او لړه کې د ځان تاوده ساتلو لپاره کاغذونه سوځوي - د جنورۍ نهمې انځور.
۳
په پېښور او شاوخوا ښارونو کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې سخته لړه خپره ده. دا انځور د جنورۍ پر پینځمه له پېښور ښاره بهر په یوه کلیواله سیمه کې اخیستل شوی دی.
۴
له پېښور سره نېږدې یوه ماشومه په سختو سړو او لړه کې د مېږو رمه روانه کړې ده - د جنورۍ نهمې انځور.